کابل (پژواک ٤لړم ٩١) : يوه کاناډايي رهبر د ٢٠١٣ کال د نوبل جايزې لپاره تېره ورځ د يوه ليک په ترڅ کې د ملالې يوسفزۍ د کانديدو غوښتنه وکړه.
د کاناډا د ليبرال ګوند رهبر باب رى تېره ورځ ( د لړم په ٣مه ) په دې اړه د نوبل جايزې کمېټې ته يو ليکل شوى وړانديز وليږه .
په دې وړانديز کې رى ليکلي دي:((ملاله دې د بشري حقوقو د اساسي دفاع د هڅو په خاطر، ښځو، خويندو ، ځان او د نړۍ د نجونو لپاره ور وپېژندل شي .))
١٤کلنه ملاله يوسفزۍ ، چې د سوات په منګوره کې د ښځو او نجونو د يوه فعاله وه ، د تلې په ١٨مه هغه مهال ، چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روانه وه ، د وسلوالو له خوا بريد پرې وشواو ټپي شوه ،چې بيا وروسته د پاکستانيو طالبانو وياند ددغه بريد مسووليت پرغاړه احيستى و.
د راپورونو په اساس، ملاله چې د سر او غاړې په برخو کې لګېدلې ، د پېښور په يوه روغتون کې تر يوې اونۍ درملنې وروسته د ښې درملنې په موخه لندن ته وليږل شوه .
ولسمشر حامدکرزي هم پر ملاله يوسفزۍ باندې بريد په ککله غندلى او ويلي يې دي: (( ملاله د تروريزم او بنسټپالنې پرضد د مبارزې له فعالينو څخه ده ، د ماشومانو لپاره ديوه هالنډي بنسټ له خوا د اکتوبر د مياشتې په اخر کې د ماشومانو د يوې نړيوالې جايزې لپاره کانديدل ، د هغې شجاعت او رهبري په رسميت وپېژندل. ))
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن