کابل(پژواک١٣لړم٩١):د افغانستان د ولسمشر لومړى مرستيال وايي،چې امنيتي ځواکونه په جرمونو ککړ ډلې ډلې کسان نيسي، خو له يوې مودې وروسته بېرته خوشي کېږي.
د ولسمشر لومړى مرستيال محمد قسيم فهيم چې نن يې په کابل کې د افغانستان د څارنوالانو د درې ورځنۍ ناستې په پيل کې يې خبرې کولې ، وويل چې د مجرمينو بېرته خوشي کول په ټولنه کې د امنيتي ستونزو لامل شوي دي.
د هغه په وينا، په ټولنه کې به هغه وخت امنيت ټينګ شي، چې قانون پلى شي او مجرمين مجازات شي.
د ولسمشر مرستيال وايي:” موږ وينو چې امنيتي ځواکونه، اختطاف ګر، غله، رشوت اخستونکي ، اخلال ګر او په يوه او بل نوم ډلې ډلې کسان نيسي، يوه موده تېروي او بېرته خوشي کېږي.”
فهيم ونه ويل ، چې دا کسان څوک خوشي کوي.
هغه زياته يې کړه ، چې د مجرمينو خوشي کول هغوى ( مجرمينو ) ته د جرم د بيا تر سره کولو جراات ورکوي.
دده په وينا مجرمين په خوشي کېدو سره داسې لارې چارې پيدا کوي ، چې نور يې څوک ونشي نيولى.
فهيم د قانون پلي کېدل د امنيت په ټينګښت کې مهم وبلل او له عدلي او قضايي ادارو يې وغوښتل چې په ټولنه کې د امنيت په ټينګښت کې برخه واخلي.
ده وويل ترڅو ، چې امنيت ټينګ نشي په ټولنه کې عدالت نشي پلى کېداى .
د ولسمشر مرستيال له څارنوالانو وغوښتل ، چې د عدالت د ټينګښت په موخه خپل مکلفيتونو ادا کړي .
دده په وينا، که څارنوالان خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي، نو په ډاډ سره ويلى شي ، چې قضا به هم ددوى د غوښتنو له مخې خپلې پرېکړې وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې که څارنوال په افغانستان کې خپل مسووليت ادا کړي نو په ټولنه کې به يې قدر ډېر شي او همداراز به په هېواد کې امنيت، راشي او خلک به ډاډمن شي.
فهيم وويل، بارو لري چې د قانون په پلي کېدو سره به عدالت رامنځته شي ، په ټولنه کې به امنيت تامين شي او خلک به وهڅيږي چې د نظام او هېواد تر سيورې لاندې ژوند وکړي.
هغه زياتوي: ” اوس له هغو کسانو پرته چې په قدرت کې دي او يا مسلح کسان لري، هېڅوک ځان مصوون نه احساسوي، ددې ټولنې پاتې خلک اندېښمن دي.”
لوى څارنوال محمد اسحق الکو په دغه غونډه کې که څه هم په ټولنه کې د امنيت راتګ د قانون په حاکميت او عدالت رامنځته کېدو پورې تړلى وباله خو زياته يې کړه چې څارنوالان په مرکز او ولايتونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه وويل ، چې څارنوالۍ د يوه مهم ارګان په توګه، خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي دي.
د لويې څارنوالۍ دمعلوماتو له مخې، څارنوالۍ په تېرو شپږو مياشتو کې د بېلابېلو جرمونو ١٦ زره دوسيې څېړلي دي، چې ١٣٠٠ يې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي دي.
الکو د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل ، چې تراوسه په ټول هېواد کې ٥٢ کسه څارنوالان وژل شوي دي.
د الکو د څرګندونو له مخې، د څارنوالانو د درې ورځنۍ ناستې موخه، د مرکز او ولايتونو د څارنوالانو پرمخ د پرتو ستونزو څېړنه او د ولسمشر د ٤٥ فرمان له مخې لويې څارنوالۍ ته د ورسپارل شويو دندو ارزونه ده.
لوى څارنوال زياته کړه چې په دې ناسته کې به په تېرو څو مياشتو کې، د سترې محکمې فرمامونه او د وزيرانو شورا او ملي شورا مصوبې وڅېړل شي .
د افغانستان لويې څارنوالۍ د خپلو چارو د همغږۍ، د ستونزو د څېړنو او ورته دحل لارو د موندلو په موخه په کابل کې ياده درې ورځنۍ غونډه پيل کړه.
په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې سيما ثمر، په عدلي او قضايي چارو کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير ستيفن مکفرلند، د سترې محکمې او ملي شورا ځينو غړيو او د ولايتونو ځينو څارنوالانو ګډون کړى وو.
په عدلي او قضايي چارو کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير په ياده ناسته کې په افغانستان کې د امنيت د تامين لپاره د اړونده ارګانونو ترمنځ همغږي اړينه وبلله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن