ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې غړي :  د مجاهدينو شورا جوړېدو ته اړتيا نشته

د مشرانو جرګې غړي : د مجاهدينو شورا جوړېدو ته اړتيا نشته

کابل(پژواک١٤لړم٩١): د مشرانو جرګې يو شمېر غړيو د اوبو او برښنا د وزير  محمد اسماعيل خان له هغه هوډ سره مخالفت وکړ ، چې غواړي د “مجاهدينو شورا ” جوړه کړي.

د اوبو او برېښنا وزير او پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعيل خان د تېرې پنجشنبې په ورځ په هرات کې د “مجاهدينو يوې غونډې”  ته د وينا پرمهال ويلي ، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې د مجاهدينو له همکارۍ پرته په هېواد کې امنيت نشي راتلاى.

اسماعيل خان ويلي ، چې د مجاهدينو د يوې لويې شورا پر جوړولو کار کوي او په دې برخه کې يې له ولسمشر او ځينو پخوانيو جهادي مشرانو سره خبرې کړې دي.

خو په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي شېرمحمد اخندزاده نن ددې جرګې په عمومي غونډه کې  د مجاهدينو د  شورا جوړېدل د افغانستان د خلکو او دولت پر ضد عمل وباله .

ده وويل ، چې ددې شورا مخالف دى او کومو کسانو چې په  هرات کې د پنجشنبې ورځې په ياده غونډه کې د هلمند په استازيتوب ګډون کړى و، ددې ولايت د خلکو استازيتوب نشي کولى.

اخندزاده د اوبو او برښنا وزير ته په خطاب کې وويل:” يو کوچنى بند ته راوښيه خپل دستاورد چې تا جوړ کړى وي، چې دا نشې کولى نو دا څنګه کولى شې چې يو څو کسه عليحده غواړې، دوه درې له هلمند څخه او دوه درې له کندهار څخه  غواړې او هلته يادوې چې د هلمند خلک راغلي دي او د حوزه جنوب غرب شورا جوړوم، دا موږ ته هېڅکله د قبول وړ نه ده.”

په مشرانو جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي ، وويل چې د جهادي شورا جوړېدو ته ځکه اړتيا نشته چې افغانستان ملي اردو ، ملي پوليس او د ملي امنيت ځواکونه لري.

رهايي وايي، چې ددې شورا جوړېدل به د امنيتي ارګانونو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

په مشرانو جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس وويل ، چې د جهادي شورا تر نامه لاندې دې بيا د افغانستان خلک نه “خرابوي” او  څوک چې غواړي دا ډول شورا جوړه کړي، افغانستان يو ځل بيا د بحران پر لور بيايي.

دده په خبره، افغانستان اوسمهال پوليس، ملي اردو، ملي شورا، قومي او ولايتي شوراګانې‌ لري او نور د  داشان شوراګانو د جوړولو اړتيا نشته.

 دده په خبره، په نوييمه لسيزه کې د همدغو جهادي مشرانو خپلمنځي جګړو د افغانستان جهاد بدنام کړ.

د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار، چې نن يې د جرګې مشري کوله،  د چا د نوم له اخيستو پرته وويل، کوم کسان چې د خلکو په استازيتوب خبرې کوي، بايد د افغانستان ملي ګټو ته په جدي ډول پام وکړي.

ده وويل ،چې  په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد د نظام د پياوړتيا هڅې وشي.

ايزديار زياتوي: (( موږ بايد د نظام د پياوړتيا لپاره کار وکړو، چې نظام پياوړى شي، اردو، پوليس او ملي امنيت د کميت او کيفيت له پلوه تجهيز شي .”

ده وويل، چې دولت بايد تر ٢٠١٤ کال وروسته د خلکو اندېښنو ته ځواب ورکړي، ترڅو د خلکو ترمنځ شته بې باوري له منځه لاړه شي او خلک ډاډمن شي.

ځينې داسې اندېښنې شته، چې تر ٢٠١٢ کال وروسته به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره  هېواد له امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شي ، خو ولسمشر حامد کرزي په وار وار ويلي، چې تر ياد کال وروسته به هېواد له هېڅ ډول ستونزو سره نه مخ کيږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.