کابل (پژواک ١٧ لړم ٩١): ولسمشر حامد کرزى د بالي ډيموکراسۍ د ټولنې په پنځمه غونډه کې د ګډون په موخه د دوه ورځني سفر لپاره اندونيزيا ته روان شو، چې وروسته به هند ته هم لاړ شي.
له ارګ څخه د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به اندونيزيا ته په خپل سفر کې سبا د پنجشنبې په ورځ د بالي ډيموکراسۍ د ټولنې په پنځـمه غونده کې وينا وکړي.
خبرپاڼه زياتوي چې، ولسمشر کرزى به د اندونيزيا له ولسمشر (سوسيلو بمبنګ يودو يونو) سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکو د پراختيا په اړه به سره خبرې وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې د دغه سفر په لړ کې به د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ د همکارۍ پنځه سندونه لاسليک شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د سياسي او خدمتي پاسپورټونو لپاره د وېزې د رفع کولو هوکړه ليک، د دوه اړخيزو سلا مشورو تفاهم ليک او د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ د فرهنګي تبادلې د تفاهم يادښت لاسليکول او د د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ د دوستۍ پر هوکړه ليک بيا کتنه په دې سندونو کې شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د اطلاعاتو او کلتور وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين، د ولسمشرۍ د عالي مقام د دفتر رياست مرستياله مېرمن حميرا لودين اعتمادي او د ولسمشر وياند ايمل فيضي ملګرتيا کوي.
ټاکل شوې چې د اندونيزيا تر سفر وروسته ولسمشر کرزى دراتلونکې جمعې په ورځ ( د لړم په ١٩مه) هندوستان ته سفر وکړي او له دغه هېواد سره به هم څلور هوکړه ليکونه لاسليک کړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې ولسمشر کرزى به په دې سفر کې په افغانستان کې د کوچنيو متشبثينو د پرمختګ لپاره، د هند د ١٠٠ مليون ډالره مرستې يو تفاهم ليک هم لاسليک کړي.
ده وويل چې ددې مرستې٥٠ سلنه به د افغان حکومت د بودجې له لارې ولګول شي.
د نوموړي په خبره دويم سند به د فرهنګي همکاريو د پياوړتيا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ په فرهنګي برخه کې هم د تفاهم يادداشت لاسليک کړي.
د موسى زي په وينا، په دې سفر کې به همداراز د ډبرو سکرو د سرچينو د پراختيا په برخه کې د دواړو هېوادونو د کانونو د وزارتونو ترمنځ د همکارۍ او د افغانستان د کرنيز سکتور د پياوړتيا لپاره د کيمياوي سرو د توليد په برخه کې د همکارۍ سندونه هم لاسليک شي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن