کابل ( پژواک ٢٢ لړم ٩١ ) : پاکستان په دې ادعا ، چې ګوندې دافغانستان له خاورې پرې بريد شوى، په اسلام اباد کې يې د افغانستان سفير احضار کړى دى.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا دلړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني نن د افغانستان سفير عمر داوودزى د بهرنيو چارو وزارت ته غوښتى و.
سرچينې زياته کړې، چې ددې ليدنې پر مهال پاکستان په رسمي توګه افغان سفير ته احتجاج وکړ ، چې دافغانستان له خاورې پر پاکستانۍ خاورې بريد شوى دى.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې ، چې د پاکستان پر شمال ختيځو سرحدي سيمو شوي دې بريد کې څلور عام وګړي وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې ، جيلاني پر دې بريدونو ژوره خواشيني څرګنده کړه او له افغان سفير څخه يې وغوښتل ، چې ددې بريدونو د مخنيوي لپاره دې جدي اقدامات وکړي.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده ، چې د پاکستانيو ځواکونو له خوا له تېرو څو مياشتو راهيسې پر کونړ ولايت د توپچي بريدونه کېږي، چې له امله يې لسګونو عامو وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن