ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نرنګ کې د يوې لېسې ودانۍ جوړه شوه

author avatar
4 Dec 2012 - 19:33
author avatar
4 Dec 2012 - 19:33

اسعداباد (پژواک ١٤ ليندۍ ٩١): د کونړ چارواکي وايي چې د دغه ولايت د نرنګ ولسوالۍ په لمه ټک سيمه کې يوه لېسه ګټې اخيستنې ته وسپارشوه.

 د کونړ د پوهنې رياست مرستيال عبدالقهار اخوندزاده د يادې لېسي د پرانيستلو په مراسمو کې وويل، دغه لېسه چې ١٤ خونې لري، په کونړ کې د ولايتي بيارغوني ډلې (پي ار ټي) له خوا  په دوه سوه ديارلس زره امريکايي ډالرو لګښت جوړه شوې ده.

 نوموړي زياته کړه، د يادې لېسې دغه ودانۍ ١٠ تشنابونه، د څښلو د اوبو فعاله سيستم هم لري او د شپږو مياشتو په موده کې په اساسي توګه جوړه شوې ده.

 د ده په خبره، له دې وړاندې د دې لېسې ٨٣٠ زده کوونکو په خېمو کې خپلې زده کړې پر مخ بېولې .

 په يادو مراسمو کې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وويل، په دې ولايت کې تردې مهاله د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ نه دي تړل شوي.

 هغه د پوهنې له وزارت او مرستندويه ټولنو څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ودانيو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

 والي زياته کړه، په کونړ کې دا مهال ٤٧١ ښوونځي فعاله دي، چې يوسلو دوه اتيا زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، چې اتيازره يې نجونې دي.

 د ياد ښوونځي د اتم ټولګي يوې زده کوونکې حسينې پژواک ته وويل: ((له دې وړاندې به موږ درسونه په خېمه  کې ويل، د اوړي به په کې ګرمي وه او د ژمي يخني، تشنابونه نه وو، د مکتب چاردېوالي هم نه وه، نو کله چې به نجونې لسم او دولسم ټولګي ته ورسېدي، مکتب به يې پرېښوده.))

  حسينې له حکومت څخه وغوښتل چې په ښوونځې کې ورته  ښځينه استادانې وګوماري.

 په کونړ کې ٤٧١ ښوونځي شتون لري، چې له دې جملې ٢٠٠ ودانۍ لري او پاتې نور يې نه لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.