اسلام اباد (پژواک ١٩ لېندۍ ٩١): پاکستان د افغانستان د استخباراتي ادارې پر مشر اسدالله خالد په شوي ځانمرګي بريد کې د لاس لرلو تورونه رد کړل.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د يوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه، چې پر اسدالله خالد شوى ځانمرګى بريد د پاکستان په کوېټې ښار کې پلان شوى و.
دغه ځانمرګى بريد درې ورځې مخکې د کابل ښار د تايمني په سيمه کې د هغه په مېلمستون کې شوى و، چې له امله يې اسدالله خالد ټپي او اوس په بګرام کې تر درملنې لاندې دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا پرون ناوخته په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان پر اسدالله خالد په شوي ځانمرګي بريد کې هېڅ لاس نه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان دولت دې د تورونو تر پورې کولو مخکې له پاکستان سره موضوع شريکه او خپل معلومات دې تبادله کړي.
سرچينې دا هم ويلي، چې افغانستان دې د تورونو پورې کولو پر ځاى د امنيت په برخه کې خپلو نيمګړتياوو ته پاملرنه او په اړه دې پلټنه وکړي.
پاکستان ويلي، چې پر اسدالله خالد په ترسره شوي بريد کې د پلټنو په برخه کې همکارۍ ته تيار دى.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې د سولې د عالي شورا پر مشر استاد برهان الدين رباني هم په کابل کې ځانمرګى بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې هغه ووژل شو او تور يې پر پاکستان ولګول شو.
پاکستان ژمنه کړې وه، چې پر استاد رباني د شوي بريد په څېړنه کې به مرسته کوي، خو تر اوسه په دې اړه هېڅ پرمختګ نه دى شوى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن