ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې په بلوچستان کې ١٩ تنه ووژل

چاودنې په بلوچستان کې ١٩ تنه ووژل

author avatar
30 Dec 2012 - 11:38
چاودنې په بلوچستان کې ١٩ تنه ووژل
author avatar
30 Dec 2012 - 11:38

کوېټه (پژواک ١٠ مرغومى ٩١): د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې د شيعه زيارت کوونکو پر درېيو موټرو چاودنه شوې، چې په کې د وروستيو معلوماتو له مخې، نولس تنه وژل شوي او ٢٥ نور ژوبل دي.

چاودنه نن (د مرغومي ١٠مه) سهار مهال د ايالت په مستونګ سيمه کې له کوېټې څخه تفتان ته د شيعه زيارت کوونکو په تلونکو موټرو شوې ده.

په مستونګ کې د پوليسو يوه سيمه ييز مشر طفيل بلوڅ خبريالانو ته وويل، چې په دې چاودنه کې ١٩ تنه وژل شوي او تر ٢٥ زيات ټپيان دي.

د هغه په وينا، چې ټپيان د کوېټې ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره، په پېښه کې يو موټر، چې شپږ څلوېښت تنه په کې سپاره وو، بشپړ ويجاړ شوی او نورو دوو ته هم څه ناڅه زيان اوښتی دی.

تر اوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی.

په بلوچستان کې وخت ناوخت پر شيعه توکمو دې ورته خونړي بريدونه او چاودنې کېږي، چې ډېرى وخت يې مسووليت ځينې سخت دريځې مذهبي ډلې پر غاړه اخلي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.