کابل (پژواک ٢٠ مرغومى ٩١): ولسي جرګه د دوشنبې په ورځ هغه ١١ وزيران استيضاحيه غونډې ته وربولي چې مخکې يې د ا ستيضاح پرېکړه شوې وه خو په اړه يې وروسته مخالفتونه رامنځته شول.
د مرغومې په لومړيو کې ولسي جرګې د ملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه.
جرګې د استيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بودجو له نيمايي لږ لګول ښودلي و.
خو وروسته د جرګې ځينو غړو ويل، چې د ملي دفاع، کورنيو چارو، ښاري پراختيا او لوړو زده کړو وزيران بايد استيضاح نه شي؛ ځکه چې تېر کال يې په اوسنيو وزارتونو کې د وزير په توګه دنده نه لرله.
دغه راز دې ډلې ويل، چې د بوديجې د لګښت په اړه بايد د پاتې ٧ وزارتونو اسناد هم بايد وڅېړل شي، خو ځينو نورو وکيلانو ټينګار کاوه چې ټول وزيران بايد استيضاح شي.
د وزيرانو د استيضاح لپاره بايد د جرګې شل سلنه غړي اړوند فورمې ډکې او لاسليک کړي خو د يادو ١١ وزيرانو د استيضاح پرېکړه د شنو او سرو کارتونو د پورته کولو له لارې شوې وه.
ځينو کسانو له همدې امله د استيضاح پرېکړه سمه نه بلله، خو وروسته څه باندې ٦٠ تنو يادې فورمې هم ډکې کړې.
د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون رييس کمال ناصر اصولي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جرګې د رييسانو کمېټې د تېرې ورځې پرېکړې له مخې به ياد شوي ١١ وزيران د مرغومي په ٢٥مه په يوه ورځ استيضاحيه غونډې ته حاضر شي.
کمال ناصر اصولي هم د رييسانو کمېټې دغه پرېکړه له دې امله غير عادلانه وبلله، چې يو شمېر وزيرانو په ١٣٩٠ کال کې په دغو وزارتونو کې د وزير په توګه دنده نه لرله او ځينو وزراتونو تر ٥٠ سلنه ډېره بوديجه لګولې ده.
اصولي وايي: ((موږ د پوهنې وزارت د پراختيايي بوديجې له لګښت څخه څارنه کړې، هغوى ٦٢ سلنه لګولې خو د هغو وزارتونو په ډله کې راغلى، چې له پنځوس فيصده يې بودجه کمه لګولې ده.))
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي هم څه موده مخکې ويلي و ، د مالي او بوديجې کميسيون تاييد کړې چې د پوهنې، سوداګرۍ او صنايعو، له نشه يي توکيو سره د مبارزې او کانونو وزارتونو تېر کال خپله پراختيايي بودجه ٥٠ سلنه او يا تر هغې ډېره لګولې ده .
کمال ناصر اصولي د جرګو له غړيو غوښتنه وکړه ، چې د دوشنبې ورځې په غونډه کې د استيضاح شويو وزيرانو ترمنځ تفکيک وکړي او ټولو ته په يوه سترګه ونه ګوري.
په ولسي جرګه کې د نړيوالو چارو کمېسيون مرستيال محمدنور اکبري هم وويل، چې د جرګې د رييسانو کمېټې د پرېکړه له مخې به ټول وزيران د دوشنبې ورځې د استيضاح غونډې ته وغوښتل شي.
د ده په وينا، د رييسانو کمېټې دا پرېکړه هم کړې، چې په کمېسيونونو کې د ١٣٩٢کال بوديجې پر سر د بحث لپاره نن او د شنبې په ورځ جرګه عمومي غونډې نه لري.
په معمول ډول ولسي جرګه په اونۍ کې د شنبې، دوشنبې او چهارشنبې په ورځو کې عمومي غونډې لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن