کابل ښار (پژواک ٢٧ مرغومى ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې که ټاکنې د نويو کارتونو يا الکترونيکي تذکرو له لارې ترسره نه شي او هماغه پخواني کارتونو وکارول شي، نو د تېر ځل په څېر به په کې پراخې درغلۍ رامنځ ته شي.
څو ورځې مخکې ياده موضوع د وزيرانو شورا په غونډ کې تر بحث لاندې راغلې وه، تر هغې وروسته د چارو د ادارې له خوا د ټولټاکنو کمېسيون ته يو مکتوب واستول شو، په مکتوب راغلي وو، چې د رايو اچولو پر مهال له زړو کارتونو هم کار اخيستل کېداى شي.
د ټولتاکنو خپلواک کمېسيون نه يواځې پر دغه مکتوب اعتراض وکړ بلکې دا يې په خپلو کارونو کې لاسوهنه وبلله او د ټاکنو د زړو کارتونو له بيا کارېدو سره مخالفت وښود.
خو ولسمشر کرزي وړمه ورځ په يو خبري کنفرانس کې يو ځل بيا وويل، چې نوي الکترونيکي تذکرې ډېر وخت او پيسې غواړي چې حکومت يې توان نه لري او ټينګار يې وکړ چې زاړه کارتونه بايد وکارول شي.
د سياسي چارو کارپوه ډاکتر فيض محمد ځلاند د مرغومي په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشرۍ پر تېرو ټاکنو تر ٥٠٠ ميليونه ډالره لګښت راغلى او نړيوالو، چې کومه تمه درلوده، هغسې ټاکنې ترسره نه شوې.
د ده په خبره، نه افغان حکومت د دې وس لري، چې ٨٠ ميليونه ډالر د نويو کارتونو جوړولو او الېکترونيکي تذکرو د وېش لپاره ورکړي او نه هم نړيوال دغې مرستې ته زړه ښه کوي.
ځلاند وايي، چې په پخوانيو کارتونو رايه اچونه ترسره شوه، نو که بيا د تېرو تجربو تکرار وي، په پراخ ډول به درغلۍ رامنځ ته شي.
د هغه په وينا، په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ رامنځ ته شوې او نړيوالو د خپلو مرستو او منډو ترړو په پايله کې وليدل، چې افغان مشران نه يواځې نړيوالو ته ژمن نه دي، بلکې خپل ملت ته هم نه دي ژمن، نو له امله يې اوس زړه نا زړه دي.
نوموړي زياته کړه، په هېواد کې ١٦ ميليونه وګړي د رايه ورکولو حق لري، چې په تېرو ټاکنو کې يواځې يو نيم ميليون وګړو رايه ورکړه او دا د ولسواکۍ له نړيوالو نورمونو سره په ټکر کې ده.
د ځلاند په خبره، د ټاکنو کمېسيون اوسنى جوړښت هم نه افغانانو ته د منلو دى او نه هم نړيوالو ته، خو افغان حکومت يې کلک ملاتړ کوي، چې ښايي کرزى په راتلونکو ټاکنو کې هم هر څه د ځان په ګټه څرخول غواړي.
نوموړي وړانديز وکړ، چې نړيوال دې د ټاکنو لپاره خپلې مرستې د يو نړيوال کمېسيون له لارې وکړي، عامه پوهاوى دې په کليو بانډو کې زيات او په ناامنو سيمو کې دې ځانګړي ځواکونه وګومارل شي.
د سياسي چارو پوه ببرک شينواري هم پژواک اژانس ته وويل، چې د رڼو ټاکنو لپاره بايد يا د اليکترونيکي تذکرو وېش پيل شي او يا هم د همدې معادل الکترونيکي تذکرې ووېشل شي، چې په ټاکنو کې د درغليو مخه ونيول شي.
د هغه په وينا، له دې سره د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم اوس مهال په بشپړ ډول ګوندي دى، چې مشر يې د جمعيت اسلامي غړى، مرستيال يې د حزب اسلامي غړى او ويل کېږي، چې اوس د افغان ملت ګوند يو غړى هم په لوړ پوسټ کې ټاکل شوى دى.
شينوارى وايي: ((د نړيوالو اصولو له مخې، په ټاکنو کمېسيون کې د هېڅ ګوند غړى حق نه لري، چې په داسې مهمو پوستونو کې دندې ترسره کړي او که وي، نو په هېڅ صورت سره ټاکنې رڼې نه شي ترسره کېداى.))
نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر کرزى اوس هم بايد دا جرئت وکړي او د ټاکنو په کمېسيون کې دې اصلاحات راولي او دغه کمېسيون دې غيرګوندي کړي، نو بيا راتلونکې ټاکنو ته د روڼوالي هيله کېداى شي.
د ده په خبره، نړيوال دې هم د نوي مېکانېزم له لارې د ټاکنو له کمېسيون سره مرسته وکړي او ځانونه دې ډاډه کړي، چې مرستې يې په درغليو نه لګول کېږي.
خو د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې ټاکنو ته وخت لږ پاتې دى او په دې موده کې د نويو کارتونو او يا هم د برېښنايي تذکرو وېش ناشونى دى او د راتلونکو ټاکنو برخليک هم مبهم دى.
د هغه په وينا، له دې سره که په پخوانيو کارتونو ټاکنې ترسره شي، پراخې درغلۍ به رامنځ ته شي، ځکه چې تر ډېره هغه کارتونه په جعلي ډول جوړ شوي وو او له دغه راز ډېرو خلکو پخواني کارتونه ورک کړي او نه يې لري.
نوموړي زياته کړه، چې د ښو او رڼو ټاکنو لپاره بايد تر ټولو لومړى د امنيتي حالت د ښه کېدو ته هلې ځلې وشي، د ټاکنو کمېسيون او حکومت ترمنځ دې همغږي رامنځ ته شي او نويو کارتونو د وېش لپاره دې تر شوني بريده هڅې وشي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن