ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه سړي تر وژلو وروسته خپله ښځه سوځولې ده

يوه سړي تر وژلو وروسته خپله ښځه سوځولې ده

author avatar
23 Jan 2013 - 16:33
يوه سړي تر وژلو وروسته خپله ښځه سوځولې ده
author avatar
23 Jan 2013 - 16:33

اسعد اباد ( پژواک ٤ سلواغه ٩١ ) : د کونړ ولايت چارواکي وايي ، چې ددې ولايت يوه اوسېدونکي خپله ښځه لومړۍ وژلې او بيا يې سوځولې ده.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري د سلواغې په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن د ماڼوګي ولسوالۍ د دري ښار په کلي رامنځته  شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د اسحاق په نامه ددې کلي يوه اوسېدونکي خپله ښځه لومړى په چاقو وژلې او بيا يې پرې تېل اچولي او سوځولې ده.

نوموړي وويل، چې سيمې ته يې جنايي پوليس لېږلي او د  اسحاق په ګډون يې ٦ کسان نيولي دي.

نذيري وايي ، چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې روانې دي او د وژل شوې ښځې جسد به د اسعد اباد روغتون ته  و لېږدول شي.

ديادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې پر ښځو د تاوتريخوالي او د ښځو د وژلو او زندۍ کولو پېښې زياتې شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.