کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩١): د کابل-کندوز بازانو کرکټ لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ په سياليو کې د پاکستان د راولپندۍ ښار لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د اوو هېوادونو د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ډي پي اېل يا صحرا پريمير ليګ په نوم د کرکټ شل اووريزې نن (د سلواغې ٦مه) د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې پيل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د افغانستان د کابل-کندوز بازانو لوبډلې د پاکستان د راولپنډۍ ښار د طه په نامه له لوبډلې سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.
هغه زياته کړه، چې د باران له امله دا لوبه له ٢٠ اورونو څخه ١٢ اورونو ته راټيټه کړى شوې وه.
د هوتک په وينا، د دې لوبې پچه د پنډۍ لوبډلې وګټله او لومړۍ يې افغان لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه.
دى وايي، چې د افغانستان لوبډلې په ١٢ اورونو کې ١١٧ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ١١٨ منډو هدف کېښود.
د کابل–کندوز بازانو لوبډلې منېجر ډاکټر نورعلم فريد له شارجې څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک اژانس ته وويل، چې د بازانو له لوري ميرويس ځاځي ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او ٥٣ منډې يې جوړې کړې، دغه راز عبدالله هم ٢٢ منډې جوړې کړې.
هغه زياته کړه، چې د پاکستان د راولپنډۍ ښار لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټولې لوبډله يې په ١٢ اورونو کې يواځې ٨٢ منډې جوړې کړې.
د ډاکټر فريد په وينا، د بازانو له لوري محمود شينواري درې، نوب خان دوه، قادر او زرجان يو يو لوبغاړي وسوځول.
نوموړي وويل، چې د دوى لوبډله به سبا ته د اماراتو د متار سي سي په نوم ځايې لوبډلې سره خپله دويمه لوبه ترسره کړي.
د يادونې ده، چې د دغو سياليو نندارې ته د افغانستان د ولسي جرګې د وکيل شريف الله کامه وال په ګډون سلګونه افغانان ورغلي وو او افغان لوبغاړي يې تشويقول.
د کرکټ په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون د اوو هېوادونو، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا، متحده عربي امارات او کويټ د بېلابېلو ښارونو او کلبونو ٣٢ لوبډلې برخه اخلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن