جلال اباد،کلات (پژواک ٧ سلواغه ٩١ ) : افغان ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې ديوه مخالف وسلوال د وژلو او اوو نورو د نيولو خبر ورکړ.
په لغمان کې ځايي چارواکي وايي ، چې د شمشېر٣٠ په نامه د پيل شويو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يو تن وسلوال مخالف وژل شوى او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د سلواغې په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې په لغمان کې د ملي اردو ځواکونو،عامه نظم، سيمه ييزو پوليسو او ملي پوليسو په ګډو عملياتو کې يو وسلوال وژل شوى او دوه نور يې ژوندي نيول شوي دي.
هغه زياته کړه،چې دا عمليات په برياليتوب سره روان دي،د اليشنګ له ولسوالۍ څخه تر دولت شاه ولسوالۍ پورې رسيدلي، هېڅ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم نه ده اوښتې.
د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې له اليشنګ څخه تر انجيل کلا سيمې پورې ساحه د مخالفينو له شتون څخه پاکه او د غازي اباد، شمشه خېل، جوبين او ګوناپال دوه لارې کې د سيمه ييزو پوليسو او د وطن ګټو په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو دوه لويې امنيتي پوستې د سيمې او لارو د امنيت او خوندي ساتلو په موخه ځای پر ځای شوې دي .
په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل ،چې په دې عملياتو کې په لسګونه کړۍ ماينونه يې شنډ کړي او يو شمير وسلې هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلې دي.
ديوه بل خبر له مخې، د شاه جوى ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي، چې د پوليسو له لوري د عملياتو په ترڅ کې لس کړۍ ماينونه او پنځه شکمن کسان نيول شوي دي .
د شاه جوى ولسوال محمدصديق پژواک اژانس ته وويل ،چې لومړني عمليات تېره ورځ د چينو په سيمه کې ترسره شوي او پر مهال يې درې تنه نيول شوي دي .
دده په خبره ،چې پر يادو درېيو کسانو شک دی، چې يوه اونۍ وړاندې يې د پاينده خان په نوم يو ملکی وګړی وژلی دی .
ولسوال زياتوي، چې نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او تر لومړنيو تحقيقاتو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
نوموړي دغه راز وويل ، چې نن له غرمې مخکې وسلوالو طالبانو د شاه جوى بازار ته څېرمه د لالي کلي په سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته د سپکو وسلو بريد وکړ.
ولسوال وايي، چې په بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو وروسته امنيتي ځواکونو د پېښي په ځای کې دوه مشکوک کسان نيولي دي .
وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP