کندهارښار( پژواک،٢٩سلواغه٩١): په ولسي جرګه کې د کندهار يو شمېر استازو په دغه ولايت کې د فساد د ډېروالي له امله د ولايتي ادارې د مسوولينو د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې غړو دغه څرګندونې د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې د دغه ولايت د يو شمېر اوسېدونکو د ستونزو تر اورېدو وروسته وکړې.
هغوى په ډاګه کړه، چې په کندهار کې اداري فساد اوج ته رسېدلي، خو ولسمشر يې پر وړاندي چوپ پاتې دی.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي د قومي مشرانو دغې غونډې ته وويل، چي د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا او د هغه ټول سکتوري رييسان په خپلو کارونو کي پاتې راغلي، ډېرو کسانو اساسي قانون تر پښو لاندې کړی او له خپل واک څخه يې ناوړه ګټه پورته کړې ده.
هغه ګواښ وکړ، که چېرې د کندهار د ولايتي ادارې مسوولين له دندو ګوښه نه شي، نو په لاريونونو به لاس پورې کړي.
د ولسي جرګې غړو او قومي مشرانو د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې کندهار ته دې پاملرنه زياته کړي، او په فساد اخته کسان دې له دندو ګوښه کړي.
ايوبي وويل، که ولسمشر له وسله والو طالبانو د اساسي قانون د منلو غوښتنه کوې، ولې يې لومړی په خپلې ادارې نه مني.
د ده په خبره، د کندهار اداره تر ټولو فاسده ده او اساسي قانون يې تر پښو لاندې کړی دى.
د کندهار د والي مرستيال عبدالقديم پتيال وايي، چي تر ډېره ځايه يې د خلکو غوښتونو ته مثبت ځواب ويلی، خو بيا به هم د ولايتي ادارې د ټولو رئيسانو او نظامي ارګانونو په ګډون پراخه غونډه جوړه کړي او خلک به له هغوی څخه مخامخ خپلې پوښتنې مطرح کړي.
د هغه په خبره که هر کس په خپلو کارو کې پاتې راغی، نو ډېر ژر به يې له دندو ګوښه کړي.
تر دې وړاندې د ولسواليو اوسېدونکو هم د کندهار ولايتي اداره ولسواليو ته په نه پاملرنه تورنه کړې وه، خو ولايتي چارواکي بيا ټوله پړه پر مرکزي اداره اچوي، چې دوی ته امکانات نه ورکوي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن