کابل (پژواک٢٢ کب ٩١): د تخار ٣٢٠ وزګارو او کم عايدو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورښودل کېږي.
د دغې پروژې تړون د کب په ٢٢مه، د کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو د وزارت او د ټولنيزو خدمتونو موسسې (BESO) ترمنځ لاسليک شو.
د کار او ټولنيزو ، شهيدانو او معلولينو وزيرې امنې افضلي، د دغه تړون تر لاسليک کېدو وروسته خبريالانو ته وويل، چې ياده پروژه به د دغه وزارت د مهارتونو د پراختيا ملي پروګرام له خوا د ٧،١٣١٥ميليونو افغانيو په لګښت ترسره شي.
هغې زياته کړه، دا پروژه د تالقانو ښار، د خواجه غار، بهارک او فرخار ولسواليو کې د نهو مياشتو په موده کې بشپړېږي.
افضلي د تړون د لاسليک پر مهال له پلي کوونکې پروژې څخه وغوښتل، چې ياده پروژه له شرايطو سره سمه او په ټاکلي وخت ترسره کړي.
د ټولنيزو خدمتونو موسسې سرپرستې فوزيې جامي زاده د تړون د لاسليک پر مهال ژمنه وکړه، چې ياده پروژه به له شرايطو سره سمه او په شفاف ډول بشپړه کړي.
د مهارتونو د پراختيا ملي پروګرام د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت په چوکاټ کې له ١٣٨٥ کال راهيسې د کار بازار له اړتيا سره سم د فني او حرفوي زده کړو په ورکولو بودخت دى، چې تر دا مهاله يې د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې زرګونو تنو وزګارو او کم عايده هېوادوالو لپاره چې ٣٦سلنه يې ښځې او ٣سلنه يې معلول کسان جوړوي، د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره کړې ده.
تر دې وړاندې د ياد پروګرام له لارې د نړيوال بانک په ٥٠ ميليونو افغانيو مرستې سره ١٦٠٠ وزګارو او کم عايدو ځوانانو ته په لغمان، کندوز، غور او پکتيا ولايتونو کې او ٢٠٠ تنو روږدو کسانو ته، چې درملنه يې شوې، په کابل کې د کار زمينه برابره شوې ده.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن