کابل ( پژواک ١٠ ورى ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزي اړوندو چارواکو ته حکم وکړ، چې د بګرام زندانيانو د دوسيو د څېړلو په موخه څېړنيز بورډ جوړ کړي.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي ، چې د وري په ١٠مه، له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينې زياته کړې ، چې ولسمشر دغه سپارښتنه دده په مشرۍ په عدلي او قضايي غونډه کې وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي ، په دغه غونډه چې نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه، قاضي القضات، د عدليې وزير، د ملي امنيت سلاکار،د لويې څارنوالۍ سرپرست، پر اساسي قانون باندې د څارنې د خپلواک کمېسيون رييس او د بګرام زندان قوماندان برخه لرله.
په غونډه کې اړوندو اداروته دنده وسپارل شوه ، چې د بګرام زندان د زندانيانو د دوسيو د څېړلو د بورډ تشکيل او د دغه بورډ د رهبرۍ د ټاکل کېدو د څرنګوالي په اړه دې کار وکړي او په راتلونکې غونډه کې دې د دغه بورډ تشکيل او جوړښت د جمهوري رياست عالي مقام ته پيشنهاد کړي، ترڅو د ولسمشر له خوا دغه بورډ د يوه حکم په ترڅ کې منظور او په کار پيل وکړي.
د يادونې ده، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ له يو لړ ناندريو وروسته تېره اونۍ د بګرام زندان چارې په رسمي توګه افغان حکومت ته وسپارل شوې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن