ميمنه (پژواک، ٢٤ ورى ٩٢): د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې درې وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند سيد مسعود يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د خواجه سبزش په قوش کم سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، دې کسانو غوښتل چې په ياده لاره کې يو ماين ځاى په ځاى کړي، خو پرې چاودېد او درې واړه په کې ووژل شول.
دغه راز د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې نن سهار په پښتونکوټ ولسوالۍ کې پوليسو درې وسله وال طالبان نيولي دي.
د ده په خبره، د ملا فيروز په مشرۍ د درېيو طالبانو نيول به په يادې ولسوالۍ کې د ناامنۍ پېښې راکمې کړي.
د پښتونکوټ ولسوال دغه خبره تاييد کړه او زياته يې کړه، چې دغه کسان د ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو د پورتنيو دواړو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن