ميمنه (پژواک ٢٤ ورى ٩٢): د فارياب په دوو ولسواليو کې د سېلابونو د راوتلو له امله اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
دغه سېلابونه وړمه ورځ له غرمې وروسته درې بجې په ګرزېوان، بلچراغ او پښتونکوټ ولسواليو کې راوتلي و او د جمعې ورځې (د وري ٢٣مه) تر سهار يې دوام درلود.
د فارياب والي محمدالله بتاش نن (د وري ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، په پښتونکوټ ولسوالۍ د يوه ماشوم په ګډون پنځه تنه او په ګرزيوان ولسوالۍ کې دوه تنه مړه شوي دي.
ده زياته کړه، له دې سربېره په پښتونکوټ، بلچراغ، ګرزيوان او کوهستان ولسواليو کې خلکو ته مالي زيانونه هم اوښتي دي، چې له امله يې سلګونه څاروي له منځه تللي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه کورورنه ويجاړ شوي دي.
د هغه په وينا، يادو سيمو ته يې د زيانونو د ارزونې په موخه پلاوي لېږلي او تر راستنېدو وروسته به له زيانمنو شويو کسانو سره لازمې مرستې وشي.
خو دى وايي، د بېړنۍ مرستې لپاره يې د يادو ولسواليو له ګودامونو څخه خلکو ته غذايي توکي او د حيواناتو علوفه وېشلې ده.
د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري وايي، په دې ولسوالۍ کې د پنځو تنو له مړينې سربېره، له اويا زيات کورونه ويجاړ شوي او ٦٠ څاروي له منځه تللي دي.
ده پژواک اژانس ته زياته کړه، د پښتونکوټ اړوند د کټه قلعې د سيمې مواصلاتي لار د ولايت له مرکز او بلچراغ ولسوالۍ کې سره پرې شوې ده.
د ولايتي شورا غړى محمد لطيف، چې د ګرزيوان ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وايي، چې سېلابونو له امله په دې ولسوالۍ کې لسګونه کورونه ويجاړ او سلګونه کرنيزه ځمکه او باغونه له منځه تللي دي.
د ده په خبره، له ميمنې سره د دې ولسوالۍ لاره څو ځايه پرې شوې ده.
نوموړي له دولته وغوښتل، چې په بيړه د دې سيمې له خلکو سره مرسته وکړي.
د فارياب والي وايي، اړوندو سکتوري رياستونو ته يې سپارښتنه کړې، ترڅو ويجاړې شوې سيمې بېرته ورغوي او لارې د ترافيکو پرمخ خلاصې کړي.
تېر کال هم په ګرزېوان او بلچراغ ولسواليو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ١٦ تنه مړه شوي وو.
Views: 93
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن