ژبه

ازهر: نړيواله ټولنه له نشه يي توکو سره په مبارزه کې اړينه همکارى نه کوي

محمد حسن خطاب

۱۰ غویی ۱۳۹۲ - ۱۷:۰۴

Views: ۸۳

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٢): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د کوکنارو د کښت په له منځه وړو کې د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د سيمې هېوادونو نه همکاري د کوکنارو د کښت او توليد د زياتوالي يو لامل وګاڼه.

دغه وزارت د سيمې هېوادونو په نه همکارۍ په ځانګړي ډول د نشه يي توکو پر کمښت، د همدغو توکو په وړو راوړو، ترافيک او پولو بندولو هم نيوکه وکړه او ګواښ يې وکړ، چې که په دې برخه کې جدي پاملرنه ونه شي، نو د دغه خطر پراختيا به افغانستان، سيمه او نړۍ له ننګونو سره مخ کړي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ګاونډيو هېوادونو په پولو کې د نشه يي توکو د کمښت او د پولو د بندښت په اړه څو نړيوال کنفرانسونه جوړ شول، ژمنې يې هم وکړې، خو دغه ژمنې يواځې د کاغذ پر مخ پاتې او په عمل کې  پلې نه شوې.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال محمد ابراهيم ازهر نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې د کوکنارو د کښت د زياتوالي يو علت  د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا نه همکاري ده.

هغه زياته کړه، چې پخوا د کورنيو چارو وزارت په اډانه  کې د کوکنارو کښت د له منځه وړو ځانګړې قطعه موجوده وه، چې د امريکا له خوا يې ملاتړ کېده، خو دغه ملاتړ له تېرو دوو کلونو راهيسې بند شوى، چې له امله يې دغه قطعه د کورنيو چارو له چوکاټ څخه حذف شوې ده.

ازهر زياته کړه: “د عامه پوهاى کمپاينونه په روان کال کې له همدې نه ملاتړ او نه همکارۍ  له امله پيل نه شول، چې دغه کار فرصت غوښتونکو عناصرو ته جرئت ورکړ، څو دويم ځلي د کوکنارو کر ته مخ کړي. “

د ويلو ده، چې په روان کال کې په افغانستان کې تر ١٥٠زره هکتاره په زياته ځمکه کوکنار کرل شوي او دولت يواځې له ١٥ زره هکتاره څخه د کمې ځمکې د له منځه وړو وړتيا لري.

 له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په وينا، په روان کال کې ډېرى کوکنار په هغو سيمو کې کرل شوي، چې امنيت په کې ښه نه دى او يا هم په کې قانون نه دى پلى شوى.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال وايي، چې په سوېلي ولايتونو کې يې له تېرو څلوېښتو ورځو راهيسې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاين پيل کړى، چې په پايله کي يې نږدې شپږ زره هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

هغه وويل، چې د کوکنارو د له منځه وړو په پروسه کې د ملي اردو د سرتېرو، ملي او سيمه ييزو پوليسو او د تراکتورونو د چلوونکو په ګډون ١٣١ کسه د وسله والو مخالفينو د بريدونو او چاودنو له امله وژل شوي ي او ٨٦ نور ټپيان شوي دي.

د ازهر په وينا، په دې پروسه کې د ملي اردو د سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېره د تېر کال په پرتله دوه چنده وه، هغه په دې اړه زياته کړه، دغه کمپاين اوس هم دوام لري او هڅه کوي، چې د زياتې مرګ ژوبلې مخنيوى وکړي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستيال روان کال د کوکنارو کښتونو د له منځه وړو په برخه کې له ننګونو ډک وباله او زياته يې کړه: “مخکې د طالبانو او د دولت د نورو مخالفو عناصرو ګواښونه موجود وو، چې د کوکنارو له کروندو يې دفاع کوله، دغه عناصر به د روان کال په اوږدو کې هم خپل کار ته ادامه ورکړي.”

هغه وويل، چې په سوېلي ولايتونو کې د ګرمۍ موسم او د کوکنارو د کښتونو په له منځه وړو کې د ملي اردو نه همکاري دغه پروسه له سستۍ سره مخ کړې ده.

ازهر زياته کړه: “ملي اردو د خپلو شته ستونزو له مخې ونه توانېده، چې په دې برخه کې له موږ سره تر پايه مرسته وکړي، چې دغه نه همکارۍ يې ملي پوليسو ته هم اندېښنې پيدا کړي دي.”

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، چې د ٣٤ ولايتونو له جملې نه اولس ولايتونه د کوکنارو له اړخه صفر شوي او دولت د هر ولايت له پاره په کلني ډول يو ميليون ډالر د ښو کړنو او ستاينې په نوم د پراختيايي پروژو د پلي کولو له پاره ځانګړي کوي.

ازهر نشه يي توکي يو ملي مصيبت وباله او ويې ويل، چې نشه يي توکي له ترهګرۍ سره مستقيمه اړيکه لري او نړيواله مافيا ورڅخه هر کال له اويا ميليارده ډالرو زيات عايد ترلاسه کوي.

هغه ټينګار وکړ، چې د کوکنارو د کښت او توليد مسووليت يواځې د افغانانو پر غاړه نه دى، سرچينې زياته کړه: “تر هغو چې له بهر نه دنشه يي توکوتقاضا محدوده نه شي؛ په هېواد کې به دنشه يي توکو کر او توليد دوام لري . “