کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٢): په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو د خپلو درېيو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري د غويي په لسمه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان په سوېل کې يې نن درې سرتېري د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
ايساف د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى ياد کړى، خو بايد وويل شي، چې په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
د يادونې ده، چې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې کابو ٥٠ بهرني سرتېري وژل شوي دي.