ژبه

د لوګر په ناامنو سيمو کې سيمه ييز پوليس ګومارل کېږي

عبدالمقصود عزيزي

۱۰ غویی ۱۳۹۲ - ۱۶:۵۸

Views: ۴۹

پل علم (پژواک ١٠ غويى ٩٢): د لوګر چارواکي وايي، چې له خلکو سره به اړيکې پراخې او په ناامنو سيمو کې به سيمه ييز پوليس فعال کړي.

نن (د غويي ١٠مه) په جوړه شوې غونډه کې  د لوګر والي ارسلا جمال وويل، چې د خلکو او دولت تر منځ له اړيکو پرته به امنيتي ستونزې کمې نه شي.

هغه زياته کړه، چې په دې اړه به له قومي مخورو سره سلا مشورې وکړي او د سيمه ييز امنيت په ټينګښت به ترې مرسته وغواړي.

ارسلا جمال د امنيتي او کشفي ادارو ترمنځ پر همغږۍ هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې په دې اړه يو پلان تر لاس لاندې دى.

دغه راز په دې غونډه کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان عبدالرزاق ساپي وويل، چې ډېر ژر به په ناامنه سيمو کې نوې امنيتي پوستې جوړې کړي او د سيمه ييزو پوليسو د جلب او جذب کار به پيل کړي.

لوګر ولايت د مرکز په ګډون اوه ولسوالۍ لري، چې په مرکز، برکي برک، ازره او محمد اغه کې ٦٠٠ سيمه ييز پوليس امنيتي دندې ترسره کوي.

اوس په پام کې ده په درېيو نورو ولسواليو کې هم سيمه ييز پوليس فعال شي تر څو د ټول لوګر امنيت خوندي، د خلکو او دولت تر منځ همکاري پراخه شي.

امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالصبور نصرتي وايي، چې په ټولو ناامنه سيمو کې به سيمه ييز پوليس وګومارل شي.

نوموړي پژواک ته وويل، سيمه ييزو پوليس د امنيت په ټينګښت کې ډېر اغېزمن دي، د دې ترڅنګ په هغو سيمو کې چې سيمه ييز پوليس فعال دي، د دولت او خلکو اړيکې هم ډېرې پياوړې دي.

لوګر د کابل سوېل ته په ٣٠کيلومتري کې پروت دى، چې ناامني يې په مرکز نېغه اغېزه لري.