ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيسبوک کې د ګوشتې د جګړې په اړه د يو شمېر افغانانو غبرګونونه

2 May 2013 - 12:05
2 May 2013 - 12:05

کابل (پژواک ١٢ غويى ٩٢): په ټولنيزه رسنۍ فيسبوک کې ګڼ شمېر افغانانو د خپلو ملي ځواکونو په ملاتړ کمپاين پيل کړى او د پاکستانيو ځواکونو پر ضد يې ليکنې کړې دي.

تېره شپه د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ اوه ساعته نښته شوې، چې په پايله کې يې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ويجاړه شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د پاکستاني عسکرو له لوري د افغان سرحدي پوليسو پر پوسته بريد وشو او له هغه وروسته جګړه پيل شوه، چې په ترڅ کې يې درې افغان سرتېري ټپيان او يو ووژل شو او لسو پاکستاني سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په فيسبوک کې ډېرى خلکو او د فيسبوک فعالانو د خپل پروفايلونو تصويرونه د افغان ځواکونو سرتېرو ته ځانګړي کړي او د پوسټونو له لارې خپل سرتېري هڅوي او د پاکستان پر وړاندې احساساتي غبرګونونه ښيي.

د سيف الله مفتون په نوم د فيسبوک يو فعال په خپل وال کې ليکلي، افغان پوځونه بايد پاکستان ته داسې درس ورکړي، څو خپل راتلونکي نسل ته هم ووايې، چې له افغانانو ځانونه لرې ساتئ.

د نعمان دوست په نوم بل تن وايي: ((تاسو چې د دولت په مخالفت کې وسله پورته کړې او هره ورځ په دې جګړه کې لسګونه افغانان وژل کېږي. خو ستاسو دليل دې وژنو ته دا دی، چې د اشغالګرو پر وړاندې جهاد فرض دی او که په دې کې څوک ووژل شي نو هم باک يې نشته.))

د هغه په وينا، په ګوشته کې هم اشغالګر رامخې ته شوي، ستا د هغه وطن خاوره يې نيولې چې تاسو يې د ازادۍ دعوه لرئ. خو که اوس دې اشغالګرو ته شا واړوئ او سرونه ځوړند کړى نو موږ به تاسو هم د دغه اشغال يوه کړۍ وګڼو او بيا به زموږ لپاره ستاسو د جګړې د دوام هيڅ دليل هم موجه نه وي. او دومره نفرت به درنه ولرو لکه څنګه يې چې له اشغالګرو لرو. اشغال وي که د هر چا له خوا وي.

د محمد ناصر ملکزي په نوم يو بل تن هم پر طالبانو نيوکه کوي او وايي، چې تر ټولو مهمه د کوېټې او د پېښور شوراګانې بايد د جهاد اعلان وکړي او د خپل هېواد د دفاع لپاره خپل مرکزونه د هېواد داخل ته انتقال کړي او د عامه وګړو وژنه بنده کړي.

د ده په خبره، که چېرې په رښتيا د هېواد مدافعين وي نو د دوى جبهه به ډېره ځواکمنه وي او په دې توګه د پاکستان له ماتې وروسته به ټول افغانان په ګډه له دغو شوراګانو سره د هېواد په اصلاحاتو او جوړولو کې يو ځاى شي او خلک به پوه شي چې د دغو شوراګانو غړي د پاکستان لاسپوڅې نه دي.

د احمدالله احمدزي په نوم يوه کس بيا ليکلي دي، چې پاکستاني رسنۍ، پوځ او دفاع وزارت خو د جګړې په اړه هيڅ نه وايي، هسې نه چې دا لوبه موږ په جوش کې وبايلو، د جګړې پر ځای مو که د تدبير خلک درلودای ډېر به ښه وه.

عبدالجبار اندړ هم د فيسبوک يو فعال دى او په خپل وال يې ليکلي دي، چې افغانستان نور پر پښو درېدونکى دى، د افغانانو له هېواد سره د مېنې احساس يو ځل بيا را پيدا شوى او پياوړى شوى دى.

نوموړي زياته کړې، يو وخت پاکستان له افغانستان سره ټوله پوله خلاصه پرېيښې وه، هر چا په هر وخت کې په ازاده توګه پرې تګ راتګ کولاى شواى؛ ځکه هغه وخت پاکستان فکر کاوه چې ګني افغانستان يې نور يوه صوبه شو. د افغانستان ټولې ملکي او پوځي چارې د پاکستان په لاس کې وې، نه يې دروازې جوړولې او نه يې هم نور تاسيسات، او نه يې هم خپل هېواد ته د افغانانو مخه نيوه. که اوس پاکستان د افغانانو پر مخ دروازې بندوي، يا پر پوله پوستې او نور تاسيسات جوړوي د افغانان لپاره د خوشالۍ او وياړ ځاى دى، ځکه د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اوسني غبرګونونه د افغانانو پياوړتيا او سيالتوب ښيي. نور هم ويښ شئ افغانانو!

نورو کسانو هم په فيسبوک کې د خپلو پاڼو پر والونو د افغان ځواکونو په ملاتړ د هغوى تصويرونه، سرښندنې او زړورتوب ياد کړى او ډېرى و بيا خوښ کړي او ستايلي هم دي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version