ژبه

ولسمشر کرزى هېواد ته راستون شو

احمد قريشي

۱ غبرګولی ۱۳۹۲ - ۱۶:۵۴

Views: ۸۰

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): ولسمشر حامد کرزى د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له  هندي چارواکو سره تر ليدنو او خبرو اترو وروسته بېرته کابل ته راستون شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد سفر د هند د ولسمشر پرناب موکرجي په بلنه ترسره شوى دى.

ولسمشر کرزى د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ، چې په کې د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، د ملي امنيت شورا مشاور رنګين دادفر سپنتا او د ولسمشرۍ ماڼۍ د علمي او فرهنګي رياست مشاور زلمي هېوادمل ګډون درلود، نوي ډيلي ته ولاړ.

حامد کرزي د ياد سفر په ترڅ کې د هند له ولسمشر پرناب موکرجي او لومړي وزير من موهن سنګ سره وکتل.

د دواړو هېوادونو مشرانو په بېلابېلو ليدنو کې د دواړو خواوو په اړيکو، د امنيت پر لرليد، د ١٣٩٣ کال په ترڅ کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتو او د سيمې پر مسايلو خبرې اترې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې د داوړو هېوادونو چارواکو د دفاعي، اقتصادي او په امنيتي ډګرونو کې د دوه اړخيزو مرستو د ټولو اړخونو په اړه هم خبرې کړې دي.

د دغه سفر په ترڅ کې د پنجاب ايالت يوه مشهور پوهنتون (اېل. پي. يو)، ولسمشر ته افتخاري دوکتورا هم ډالۍ کړه او د هند ځينو سوداګرو او پانګوالو له ولسمشر سره د ليدنې په ترڅ کې هغه ته په افغانستان کې د خپلې پانګونې لېوالتيا ښودلې ده.

د يادولو ده، چې په هندوستان کې هندو او سيک افغانانو له افغان پلاوي سره د کتنې په ترڅ کې له ولسمشر څخه د خپلو ستونزو د هوارولو غوښتنه کړې ده.