کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه٩٢): د افغانستان کرکټ بورډ اداره او ملي لوبغاړي د ولسي جرګې له لوري په مډالونو او ستاينليکونو ونازول شول.
د افغانستان د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک نن پژوا ک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اړه د ولسي جرګې د غونډو په تالار کې يوه غونډه په لاره اچول شوې وه، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد، د ملي لوبډلې لوبغاړو او د ملي نولس کلنې لوبډلې لوبغاړو په کې ونډه درلوده.
ده زياته کړه، د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني وويل چې دوى د ټول ملت په استازيتوب د کرکټ د لوبغاړو له هلوځلو او لاسته راوړنو ستاينه کوي، همدغو د کرکټ اتلانو د ولس رښتينی استازيتوب کړی دى.
د هغه په وينا، په پای کې د کرکټ بورډ ادارې په استازيتوب شهزاده مسعود او ډاکټر نورمحمد مراد ته مډال او ستاينليک ورکړل شو.
دى وايي، دغه راز د کرکټ ملي لوبډلې په استازيتوب شهزاد محمدي او د نولس کلنو ملي لوبډلې په استازيتوب حشمت الله شهيدي ته هم مډالونه، ستاينليکونه او تازه ګلان ورکړل شول.