کابل (پژواک ١١ غبرګولى ٩٢): په کابل ښار کې د ماين چاودنې له امله د ترافيکو د درېيو منسوبينو په ګډون پنځه تنه ټپيان شول.
د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته دوه نيمې بجې د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند ساحه کې شوې ده.
ستانکزي زياته کړه، چې دغه ماين د ترافيکو يوې غرفې ته نږدې ځاى پر ځاى شوى و .
سرچينې زياته کړه، په دې پېښه کې د ترافيکو درې منسوبين او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي او ډېر ژر روغتون ورسول شول.
د قوماندانۍ وياند د ترافيکو د يوه منسوب روغتيايي حالت نازک وښود، خو ويې ويل، چې د پاتې نورو ټپونه برسېرن دي.
نوموړي د ټپيانو دهويت په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه، چې د دې پېښې په تړاو يې تر دې دمه څوک نه دي نيولي او په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP