کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٢): په کابل کې د يو شمېر ټولنيزو خوځښتونو او مدني ټولنې له لوري د نړۍ د غوره مفکر ډاکټر اشرف غني احمدزي نمانځغونډه جوړه شوه.
ډاکټر اشرف غني احمدزی د پراسپيکټ مګزين له نظرپوښتنې وروسته په نړۍ کې د ۲۰۱۳زېږديز کال د سلو غوره متفکرينو په منځ کې دويم لوی متفکر غوره شوى دی. دغه لقب هر کال هغو متفکرينو ته ورکول کېږي، چې خپل فکر او نوښتونه يي پلي کړي وي.
په دې ټولپوښتنه کې شاوخوا له سلو هېوادونو نږدې لس زره کسانو برخه اخيستې وه. د دغې ټولپوښتنې د پايلو له مخې، د ۲۰۱۳ کال د دويم متفکر لقب اشرف غني احمدزی ته ورکړل شوی دی.
په دغې سروې کې د ريچارد داوکين په نوم د اکسفورد پوهنتون يوه استاد لومړى مقام خپل کړى دى.
ډاکتر اشرف غني احمدزي د ماليې د وزير او د کابل پوهنتون د رييس په توګه دندې ترسره کړې او اوسمهال افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد د بهير مشر دى.
د ده په وياړ غونډه کې چې سلګونو علمي او اکاډميکو شخصيتونو، قومي مشرانو، مېرمنو او ځوانانو په کې ګډون کړى وو، د اشرف غني احمدزي پر شخصي ژوند، علمي او سياسي اړخونو څرګندونې وشوې.
د پوهنتونونو د استادانو د ټولنې مشر پوهاند دوکتور محمدغوث حکيمي په خپله پرانيست وينا کې وويل، چې د نړۍ د اوو زره ميليونه وګړو له ډلې او بيا د نړۍ د سل متفکر شخصيتونه ترمنځ په لومړيو دوو کې د يوه افغان مفکر راتلل، د ټولو ګډ وياړ دى.
ده زياته کړه، ډېر لږ داسې پېښېږي، چې اکاډميک شخصيتونه دې خپل فکر په عمل کې پلى کړي، خو افغان مفکر ډاکټر اشرف غني احمدزي دا کار وکړي.
دغه راز د علومو اکاډمۍ مشرې څېړنپوه ثريا پوپل هم وويل، د نړۍ غوره مفکر لقب هغه چاته ورکول کېږي، چې خپل افکار د عمل په ډګر پلي کړي او دا کار اشرف غني احمدزي ترسره کړى دى.
د نړۍ دويم غوره مفکر ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل، په دې وياړي چې افغان دى او د دې خاورې په خدمت کې دى، خو هيله يې څرګنده کړه، چې هر ځوان بايد له ده څخه لس ځله لوړ شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د ٢٠١٤ کال په اړه د يو شمېر کسانو اندېښنې بې ځايه وبللې او زياته يې کړه، افغانان بايد له دې کاله هېڅ وېره ونه لري، خو وايي، چې موږ بايد ټول فشار په ٢٠١٩ او ٢٠٢٤ واچوو.
د ده په اند، افغانان په اوسمهال کې په څلورو برخو سياسي، اقتصادي، تخنيکي او کلتوري برخو کې اجماع ته اړتيا لري. د دې اجماع له لارې بايد ملي ګټې روښانه شي او ولس ته د کار زمينه برابره شي.
د غونډې په پاى کې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د يو شمېر علمي مرکزونو او سازمانونو له لوري ستاينليکونه او ايوارډونه ورکړل شول.
اشرف غني احمدزی د ۱۳۲۸لمريز کال د غويي په مياشت کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. پلرنى ټاټوبى يې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب کلى دى. درې ماسټرۍ او درې دوکتورا لري، په ملي او نړيواله کچه يې بېلابېلې دندې ترسره کړي او ګڼ شمېر څېړنيز اثار يې کښلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP