هرات ښار (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٢): د هرات امنيتي مسوولين وايي، چې يو ماشوم يې د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلى او په تړاو يې نهه تنه نيولي دي.
د هرات امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له هرات ښار څخه د مجيب الرحمن په نوم يو شپږ کلن ماشوم ۲۶ ورځې وړاندې تښتول شوى و.
ده زياته کړه، په دې اړه د ماشوم کورنۍ پوليسو ته خبر ورکړ، چې په ترڅ کې يې هغوى عمليات پيل کړل.
د هغه په خبره، تر ډېرو هڅو وروسته يې د يادو کسانو ځاى معلوم کړ او نن يې ټول سړي تښتوونکي او ماشوم يې ترې روغ رمټ وژغوره.
د ژغورل شوي ماشوم د کورنۍ يوه غړي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې له چا سره شخصي دښمن نه لري.
ده زياته کړه، ماشوم يې تښتوونکو د پيسو لپاره تښتولى و، خو له ګواښونو سره سره يې پيسې ورنه کړې.
د هغه په وينا، د ماشوم روغتيايي حالت ښه دى.
په هرات کې تېره مياشت د يوه سوداګر د زوى د تښتونې په تور دوه تنه په اعدام محکوم شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن