کابل (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢): د هېواد د يوه ملي سوداګر په شخصي لګښت په کابل کې په نړيوال معيار برابر د کرکـټ يو لوبغالى جوړېږي.
دغه لوبغالى د کابل ښار ختيځ لور ته د احمدشاه بابا مينې ته مخامخ د بتخاک ساحې اړونده د زرملوال په مېنه کې د هېواد د وتلي شخصيت غلام محمد زرموال د زوى ملي سوداګر حاجي جيلاني زرملوال له خوا جوړېږي.
جيلاني زرموال د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه لوبغالي لپاره يې ١٥ جريبه خپله شخصي ځمکه ورکړې، چې درې ميليونه ډالر ارزښت لري.
هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ يې د لوبغاړي د لومړنيو کارونو لپاره درې سوه زره امريکايي ډالر ځانګړي کړي او له تېرې يوې مياشتې راهيسې د لوبغالي د جوړولو چارې پيل شوې دي.
ټاکل شوې په راتلونکو دوو مياشتو کې يې لومړني کارونه بشپړ او لوبغالى د لوبو لپاره اماده شي.
زرملوال وايي، چې د کرکټ لوبغالى يې د دې لپاره انتخاب کړ، چې په دې وروستيو کې دغې لوبې او لوبغاړي يې هېواد ته وياړونه او اتلولۍ راوړې او هېوادوالو ته يې خوښۍ ور په برخه کړې دي.
نوموړي زياته کړه: ((د کرکټ لوبغاړي د سولې سفيران دي او تل يې د دغه هېواد خدمت کړى، موږ هم فکر وکړ، چې د هېواد د دې خدمتګارانو لپاره اسانتياوې برابرې کړو.))
د هغه په وينا، افغانان د نورو کارونو ترڅنګ په لوبو کې هم ښه استعدادونه لري و اسانتياوې او امکانات که ورته برابر شي، نو په نړيوالو سياليو کې به هېواد ته نور وياړونه هم راوړي.
جيلاني زرموال وايي، چې په راتلونکي کې په دې ساحه کې د يوه خصوصي پوهنتون، د يوې لويې کتابخانې او لوى جامع جومات د جوړولو پلان لري او د هېواد له نورو ملي سوداګرو يې وغوښتل چې دې خيريه کارونو ته را وړاندې شي.
ده وويل چې د اوسهال لپاره دغه لوبغالي چارې د افغان بازانو په نامه د کرکټ يوه خصوصي کلب چې مشري يې د حاجي عزيز الله په غاړه ده، ذ د١٥ کلونو لپاره په قرارداد سپارل شوي دي.
حاجي عزيز الله چې د کابل بازانو خصوصي کلب د مسوول ترڅنګ د افغانستان د کرکټ بورډ اړوند د بند امير د مرکزي زون مسوول هم دى، پژواک اژانس ته وويل، چې د افغان زرملوال په نوم د کرکټ د لوبغالي لومړني کارونه ٦٠ سلنه بشپړ شوي دي.
هغه زياته کړه چې د دغه لوبغالي په لومړنيو کارونو کې د ميدان هوارول، په کې د چمن کرل، د څلورو پېچونو جوړول، د اکاډمۍ جوړول، د ميدان ګرد چاپيره د چمني غونډيو او تپې په څېر د تماشاچيانو د کېناستلو ځاى، د اتو خونو او ملحقاتو په لرلو سره د پويلين جوړول او نور اړين کارونه شامل دي.
نوموړي وويل، چې د لومړيو چارو تر بشپړېدو وروسته به په دغه لوبغالي کې لوى برقونه ځاى پر ځاى کېږي چې د شپې له خوا هم لوبغاړو ته د لوبو او تمريناتو زمينه برابره شي.
د کابل بازانو او بند امير زون مشر وايي، چې په دغه لوبغالي کې د رسنيو لپاره ځانګړى ځاى په پام کې نيول شوى چې ټولې اسانتياوې به ورته برابرې وي.
د هغه په وينا، د لومړنيو کارونو تر بشپړېدو وروسته په دويم پړاو کې دوى د لوبغاړو د اوسېدو ځاى، لامبلو حوض، د جسماني ورزش لپاره د جيم جوړول په پام کې نيولي دي.
عزيز الله وويل چې د افغانستان کرکت بورډ په دې برخه کې ورته د هر ډول تخنيکي همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
نوموړي زياته کړه چې د لوبغالي تر بشپړېدو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، د ١٩ کلنو لوبـډله او الف لوبډله کولى شي په وړيا توګه په دغه لوبغالي کې لوبې او تمرينات ترسره کړي.
د هغه په وينا، هر کال به په دغه ميدان کې د زرملوال کپ تر نامه لاندې ولايتي سيالۍ ترسره کېږي او د دې ترڅنګ به د بهرنيو هېوادونو لوبغاړي او ځايي لوبډلې هم د لوبو لپاره راغوښتل کېږي.
حاجي عزيز الله وايي، چې په اکاډمۍ کې به نږدې دوو زرو ځوانانو او لوبغاړو ته د بهرنيو روزونکو له خوا روزنه ورکول کېږي .
نوموړي وويل، چې د کرنې وزارت هم ورسره د لوبغالي د جوړولو پر مهال دانجنېرانو دورکړې ژمنه کړې ده .
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود د زرملوال د کورنۍ د دغه ابتکار د ستاينې ترڅنګ وايي، چې دوى د کرکټ او د لوبغاړو لوى خدمت کوي.
هغه زياته کړه، کرکټ يواځېنۍ لوبه ده چې هېواد او هېوادوالو ته يې وياړونه او خوښۍ ور په برخه کړې دي.
نوموړي زرملوال ته په دې برخه کې د هر ډول همکاريو د ډاډ ترڅنګ له نورو ملي سوداګرو هم وغوښتل چې دا ډول خيريه کارونو ته را وړاندې شي.
د يادونې ده چې اوس مهال يواځې په کابل او ننګرهار ولايتونو کې په نړيوال معيار برابر د کرکـټ دوه لوبغالي شته او د افغان زرملوال لوبغالى يې درېيم دا شو.