ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينې ګوندونه : د سولې د خبرو مديريت بايد افغانان وکړي

ځينې ګوندونه : د سولې د خبرو مديريت بايد افغانان وکړي

author avatar
19 Jun 2013 - 19:10
ځينې ګوندونه : د سولې د خبرو مديريت بايد افغانان وکړي
author avatar
19 Jun 2013 - 19:10

کابل (پژواک٢٩غبرګولى٩٢): ځينې سياسي ګوندونه  د سولې د خبرو په موخه، په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانستلو ملاتړ کوي، خو وايي دا بهير به هله بريالۍ وي چې ټول افغان لوري په کې شامل وي

تر شاخوا دوه کلن انتظار او بحثونو وروسته تېره ورځ  په عربي هېواد قطر کې طالبانو ته دفتر پرانستل شو.

امريکا ددې دفتر پرانستل کېدل د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې پرلور مهم ګام بللى او ويلي يې دي چې ډېر ژر به له طالبانو  سره  مستقيمي خبرې پيل کړي.

د نړيوالو رسنيو راپورونه وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړى استازى جيمز ډوبنز، طالبانو سره د خبرو په موخه قطر ته روان شوى دى.

بلخوا د افغانستان حکومت  ويلي ددې دفتر پرانستل، دوى ته د امريکا له لوري له ورکړل شويو تضمينونو سره توپير لري او تر څو چې د سولې بهير په بشپړه توګه افغاني نه شي د سولې عالي شورا به په قطر کې د سولې په خبرو کې ګډون ونه کړي

که څه هم تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي ويلي وچې له طالبانو سره د خبرو لپاره به يو پلاوى قطر ته واستوي، خو نن د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلاميې په خپرولو سره قطر ته خپل ورتګ رد کړ.

دغه راز د افغانستان حکومت نن     د سولې د بهير په اړه د امريکا د خبرو او عمل ترمنځ د تناقض له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي تړون  پر سر خبرې وځنډولې.

د حق او عدالت ګوند په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانستل غوره ګام بولي او وايي چې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره د يوه ادرس اړتيا له پخوا احساس کېده.

ددې ګوند غړي او مرستيال وياند له پژواک سره په خبرو کې وويل ، د حق او عدالت ګوند غوښتنه دا ده چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پيلېدو سره سم، د جګړې ښکېلې خواووې په اوربند سره سلا شي ترڅو خلک هم ارام ساه واخلي.

دده په باور دا کار کولى شي، له يوې خوا د سولې له خبرو سره مرسته وکړي او بلې خوا ښکېلې غاړې يو پر بل باوري کړي.

د حق او عدالت ګوند مرستيال وياند وويل، ددې لپاره چې د سولې دغه خبرې بريالۍ شي، بايد په دې خبرو کې د سياسي ګوندونو او مدني ټولنې په ګډون ټول افغان لوري، شامل شي.

دده په باور د حکومت لخوا د سولې د بهير انحصار او له دې خبرو د نورو لوريو څنګ ته کول، ددې لامل شول چې په تېرو يوولسو کلونو کې د سولې هڅې کومې پايلې ته ونه رسېږي.

ده همداراز د يوې پايدارې سولې لپاره په تېرو کلونو کې د ترلاسه شويو ارزښتونو پر ساتنې ټينګار وکړ او    غوښتنه يې  وکړه چې د اساسي قانون په ګډون پر  نورو تر لاسه شويو ارزښتونه بايد   معامله ونه شي.

مرستيال همداراز د سولې د خبرو د برياليتوب لپاره د افغانستان په جګړه کې د ټولو خواوو پر ګډو هڅو ټينګار وکړ.

ده زياته کړه:”د دفتر پرانستل يو ښه اقدام دى موږ يې ملاتړ کوو، په دې معنا چې د سولې د راتګ لپاره يوه اراده ښودل شوي وي، اما موږ بيا هم تاکيد په دې کوو چې په دې کې بايد هم قطر لورى چې منځګړى موقف لري، هم افغانستان حکومت او هم امريکا په ګډه سره کار وکړي، يو اړخيز اقدامات به نتيجه ورنکړي.”

دی  د سولې د خبرو د برياليتوب لپاره بايد له شرط پرته خبرو ته حاضر شي تر څو د خبرو پر مهال حل لاره وموندل شي .

ده زياته کړه:”زه فکر کوم چې لومړنى پړاو ناسته چې خبرې اترې دي او د خبرو اترو په نتيجه کې مهمه مسئله دا ده چې، موږ هغه انفجاري او انتحاري حملي چې په افغانستان کې کېږي د هغه کچه راټيټه شي. دا په خپله يو اعتبار رامنځته کوي. اما که خبرې اترې پيل نشي او شرايط وړاندې شي، خبرو اترو ته چانس نه مساعدېږي.”

د تغيير او اميد ايتلاف  وياند فضل الرحمن اوريا، په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستې په اړه پژواک ته وويل چې دغه ايتلاف له د سولې لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

دى وايي، افغانستان ته تلپاتې سوله يواځې د خبرو له لارې راتلاى شي خو،  دا اړينه ده چې ددې خبرو مديريت دافغانانو په لاس کې وي.

ده زياته کړه:”  هر هغه پروسه چې د افغانانو په غياب کې وي، د افغانانو په مديريت کې نه وي، دا نو بيا دسولې پروسه نه ده.”

 ده د افغانستان د سولې د خبرو مسئله پېچلې وبلله او وړانديز يې وکړ چې ملګري  ملتونه  هم بايد ددې بهير مرسته وکړي.

اوريا وويل چې نور دې طالبان له القاعده سره اړيکي پرې کړي، له جګړې دې لاس واخلي،  د سولې خبرو ته د  کېني او اعلان د  وکړي چې د ا فغانستان له نظام سره ” دده په خبره دولت، سياسي ګوندونه، د مدني ټولنې غړي او قومي مشران” خبرو ته چمتووالی وښيي.

په قطر کې طالبانو ته د دفتر خبره شاوخوا دوه کاله وړاندې د امريکايي چارواکو لخوا مطرح شوه چې په لومړي سر کې د افغان دولت لخوا له سخت غبرګون سره مخ شوه، خو وروسته افغان او امريکايي ولسمشران يې پر جوړېدو سره سلا شول.

د يادونې ده چې تېر کال هم طالبانو او امريکايي چارواکو په قطر کې خبرې وکړې، خو  طالبانو دا خبرې هغه مهال وځنډولې چې په وينا يې دوى ته څرګنده شوه امريکا په خبرو کې رېښتينې نه ده.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.