کابل ، ترينکوت ( پژواک، ٩ زمرى ٩٢ ) : د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ماين په يوه چادونه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.
د ياد وزارت له خوا د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاودنه پرون د کابل ولايت په خاکجبار ولسوالۍ کې شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي، خو په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروزګان په چورې او د پکتيکا په برمل ولسواليو کې د ماين د چاودنو له امله د ملي اردو پنځه نور سرتېري ټپيان شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو په اروزګان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان تر تښتولو وروسته وژلى دى.
داروزګان د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن نعمت الله پژواک اژانس ته وويل ، چې دسيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان محمد جان نومېده.
د هغه په وينا، نوموړى چې په سيمه کې ديوې پوستې قوماندان و، درې اونۍ مخکې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوى و او جسد يې پرون د دهراوود ولسوالۍ د خاچرې له سيمې څخه ترلاسه شوى دى.
وسله والو طالبانو دهغه د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې نوموړى د طالبانو په يوه غلچکي بريد کې وژل شوى دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن