کابل (پژواک ١٥ وږى ٩٢): ولسمشر کرزي له طالبانو وغوښتل، چې افغان ماشومان دې پرېږدي، چې د دوى د ځينو مشرانو د اولادونو غوندې ښوونځي ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ګرمو سيمو کې د وږى په ١٦مه نوى ښوونيز کال پيلېږي.
ولسمشر په خپله د تېرې شپې اونيزه راډيويي وينا کې له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان له پوهنې سره دې خپله دښمني پاى ته ورسوي.
ولسمشر وويل: ((طالبان دې اجازه ورکړي، چې د افغانسان مظلوم ماشومان هم د ګاونډيو هېوادونو او د ځينو طالبان مشرانو د اولادونو غوندې ښوونځي ته ولاړ شي، څو علم او فن حاصل کړي، خپلې کورنۍ او هېواد ته خدمت وکړي.))
کرزي طالب مشرانو ته په خبرو کې زياته کړې: ((څنګه چې ستاسې اولادونه له هېواده بهر زده کړې کوي، ښوونځي او پوهنتون ته ځي، همداسې د هېواد نور بچيان هم پرېږدئ چې په خپل ګران کې هېواد کې زده کړه وکړي.))
ولسمشر له ديني عالمانو او د هېواد د نا امنو سيمو له قومي مشرانو وغوښتل، چې له خپل نفوذ څخه په کار اخيستنې دې له هغو طالبانو سره خبرې وکړي، چې ښوونځي ته د ماشومانو او ځوانانو د تګ مخالف او له پوهنې سره دښمني کوي.
د ويلو ده، چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر ښوونځي تړل شوي دي.
طالبانو د ولسمشر د دې وينا په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې يې څرګنده کړې وه، چې له پوهنې سره مخالفت نه لري.
کرزي د ګرمو سيمو د نوي ښوونيز کال په اړه خپله بيانيه کې وويل، د دغو سيمو اوسېدونکي دې خپلې لوڼې د زامنو په څېر زده کړو ته وهڅوي.
ولسمشر هيله څرګنده کړه، چې نوى ښوونيز کال به هم د نورو کلونو په څېر د زده کوونکو او محصلينو په بريا پاى ته ورسېږي.
د کرزي په خبره، په هېواد کې د ښوونځيو، مدرسو، پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو د زده کوونکو شمېر مخ په لوړېدو دى.
هغه په هېواد کې د پوهنيز بهير پرمختګ ته هيله وښوده او ويې ويل، چې د زده کوونکو څو ميليوني شمېره څرګندوي، چې په په ټول هېواد کې پوهنې پراختيا موندلې ده.
هغه د هېواد پرمختګ له معاصرې ښوونې او تخنيک سره وتاړه او نجونې او هلکان يې دواړه زده کړو ته وهڅول.
هغه د دولتي او خصوصي ښوونيزو ادارو له مسوولينو هم وغوښتل، چې د زده کړې کيفيت دې اوچت او معنوي ارزښتونو ته دې زياته پاملرنه وکړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن