ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د انګورو حاصلات ډېر خو بازار ورته نشته

هرات کې د انګورو حاصلات ډېر خو بازار ورته نشته

author avatar
22 Sep 2013 - 16:22
هرات کې د انګورو حاصلات ډېر خو بازار ورته نشته
author avatar
22 Sep 2013 - 16:22

هرات (پژواک ٣١ وږى ٩٢): د هرات د کرنې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د انګورو حاصلات ١٢٠ زره ټنو ته لوړ شوي، خو مارکېټ نه لري او بيه يې ټيټه ده.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رييس بيانګر نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د انګورو حاصلات ښه وو، خو سوداګر يې نه لرل او په بازار کې يې بيه ټيټه وه.

 نوموړى زياتوي، تېر کال د انګورو حاصلات تر ١٠٠ زره ټنه لږ و خو په پرتليز ډول يې بيه سمه وه او يوه اندازه يې په سم وخت کې بهر ته صادر شول.

 خو بڼوال د بازار د نشتوالي تر څنګ د باغدارۍ چارو ته نه پاملرنه، د کيمياوي سرې نشتوالى، دکرنيزو افاتو نه کنټرول او د اوبو کمښت هغه ستونزې بولي، چې د دوى د انګورو حاصلات يې اغېزمن کړي دي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ استوګن عبدالغني پژواک ته وويل، چې پنځه جريبه د انګورو باغ لري خو لکه څومره لګښت چې کوي هغومره حاصلات نه شي ترلاسه کولى.

نوموړى وايي، نهه کسيزې کورنۍ يې د باغ حاصلاتو ته سترګې نيولې وي، دومره توان نه لري، چې پر باغ زيات مصرف وکړي او ډېر حاصل ترې واخلي.

د ده په وينا، انګورو ته پر خپل وخت خريدار نه پيدا کېږي، که يې انګور پر خپل وخت وپلورل شي نو تر يو بريده به يې ستونزې هوارې شي.

دغه راز د انجيل ولسوالۍ ۴۵ کلن استوګن، شرافت پژواک ته وويل، چې د انګورو باغ لري، خو دا چې د انګورو سوداګر نشته هره ورځ د خپل باغ يوه اندازه انګور ښار ته د خرڅلاو لپاره راوړي.

نوموړى وايي، پخوا به کلي ته سوداګر راغلل او په پټي کې به يې انګور واخيستل، خو سږ کال هم د انګورو حاصلات ښه دي او هم يې سوداګر نشته، چې دا يوه ستره ستونزه ده.

د ده په خبره، انګور داسې مېوه ده که پر خپل وخت بازار ته ونه رسول شي نو هم بيه له لاسه ورکوي او هم يې د خرابېدو وېره وي.

شرافت زياتوي، چې د سوداګرو د نشتوالي له امله ډېرى خلکو خپل انګور مميزو ته واچول تر څو يې پر خپل وخت بازار ته وباسي او يوه ګټه ترلاسه کړي.

 خو د هرات ښار اوسېدونکى مامور دل اغا بيا خوښ دى، چې سږ کال انګور زيات و او بيه يې ټيټه وه نو له همدې امله يې ماشومانو په مړه ګېډه انګور وخوړل.

دى وايي: ((زه د پوهنې په رياست کې مامور يم او د مامور معاش کم وي هر وخت مېوه نه شي خوړلى خو سږ کال ارزانه دي، د ښو انګورو کيلو ٢٥ افغانۍ ده او هره شپه يې خورم.))

 خو د کرنې رييس د بڼوالو دغه نيوکه بې ځايه وبلله، چې له بڼوالو سره يې د سرې او درملو مرسته نه ده کړې.

 هغه زياته کړه، چې د سوداګرۍ له خونو سره په ګډه لګيا دي تر څو انګورو ته مارکېټ پيدا کړي او په همدې موخه يې د نمونې په ډول پاکستان، منځنۍ اسيا او نورو هېوادونو ته انګور صادر کړي تر څو بهرني مارکېټ ته لاره پيدا کړي.

په هرات کې شاوخوا ٧٦٠٠ هکتاره ځمکه د انګورو باغونه دي او شاوخوا څلوېښت ډوله انګور لري، چې فخري، لعل، کلک عروس او هيته يې ډېر مشهور دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.