واشنګټن (پژواک ٦ تله ٩٢): د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول ويلي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم او کليدي رول لوبولى شي.
د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډې ته د افغانستان په استازيتوب د وينا پر مهال کړې دي.
د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه څو ورځې مخکې پيل شوې، چې تر اوسه په کې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د ګڼ شمېر هېوادونو ولسمشرانو او لومړي وزيرانو ويناوې کړې دي.
پخوا په دې غونډه کې ولسمشر حامد کرزي ګډون کاوه، خو دغه ځل د افغانستان په استازيتوب د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول تللى دى.
هغه غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم او کليدي رول لوبولى شي.
ډاکټر زلمي رسول زياته کړه: ((اسلام اباد ته د ولسمشر حامد کرزي وروستى سفر ډېر ګټور او موږ له دغه سفر څخه خوښ يو، د دغه سفر پر مهال مثبت او رغنده خبرې شوې دي.))
د نوموړي په وينا، کابل هيله من دى چې اسلام اباد په راتلونکو اونيو او مياشتو کې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره نور ګټور اقدامات وکړي.
دى وايي، د پاکستان تر څنګ چې د افغانستان نږدې ګاوندى هېواد دى، نور اسلامي هېوادونه هم په دې پروسه کې مهم رول لوبولى شي.
د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال ډاکټر زلمي رسول د افغان حکومت د لاسته راوړنو او د ورپېښو ننګونو د څرګندولو تر څنګ وويل، چې دوى د خپلو ملي ځواکونو د پياوړي کولو په هڅه کې دي.
هغه زياته کړه، چې حکومت يې د سياسي پروسې او له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو په برخه کې هم ګډ اقدامات کړي دي.
نوموړي يو ځل بيا د سولې د پروسې لپاره شرطونه په ډاګه کړل او ويې ويل، چې د اساسي قانون منل، بشري حقوقو ته درناوى او د تېرو دوولسو کلونو د لاسته راوړنو ساتل دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول دغه راز پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون سره هم وليدل او هغه ته يې د سولې د پروسې په اړه د وروستيو اقدامات په اړه معلومات ورکړل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن