ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دل آغا کوهدامني د ولسمشرۍ کانديدانو له نوملړه “ويستل شوى”

دل آغا کوهدامني د ولسمشرۍ کانديدانو له نوملړه “ويستل شوى”

author avatar
13 Oct 2013 - 13:08
دل آغا کوهدامني د ولسمشرۍ کانديدانو له نوملړه “ويستل شوى”
author avatar
13 Oct 2013 - 13:08

کابل (پژواک ٢١ تله ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ د کانديدانو د اسنادو د ارزولو په لړ کې يو کانديد له دې امله له لېست څخه ويستلى چې ټاکلي شرايط يې نه وو  پوره کړي.

په دغه کمېسيون کې يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کانديدانو د اسنادو ارزول دوام لري، خو تر دې مهاله يواځې يو کانديد دل اغا کوهدامني له لېست څخه ايستل شوى دى.

دى وايي، چې کوهدامني د سل زره ملاتړو رايه ورکوونکو کارتونه چې د ولسمشرۍ نوماند يې بايد د ټاکنو کمېسيون ته وړاندې کړي، نه وو پوره کړي.

ولسمشرۍ ته نوماند بايد د يو لړ نورو حقوقي شرايطو تر څنګ، د سل زره رايه ورکوونکو ملاتړ ولري  او يو ميليون افغانۍ کمېسيون ته بانکي ضمانت ورکړي.

د کوهدامني له لرې کېدو سره د کانديدانو شمېر له ٢٧ څخه ٢٦ ته راټيټ شو.

 د ټاکنو کمېسيون به د کانديدانو د اسنادو تر ارزونې وروسته، راتلونکې اونۍ (د تلې ٢٧ مه) د ولسمشرۍ او ولايتۍ شوراګانو د کانديدانو لومړنى لېست خپور کړي.

وروستى لېست به د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د کانديدانو په اړه ثبت شوو شکايتونو او نيوکو ته له رسېدنې وروسته  د لړم په ٢٥مه خپور شي.

د ولسمشرۍ د کانديدانو د شمېر کمولو لپاره ځينو نورو بنسټونو هم هڅې پيل کړې دي.

د کانديدانو تر منځ د تفاهم ١٤ کسيزه جرګه هم هڅه کوي ځيني کانديدان چې له ورايه يې د برياليتوب چانس نه ليدل کېږي، اړ باسي له خپلې کانديدۍ لاس پر سر شي.

همداراز به ځيني هغه کانديدان به هم اتحاد ته وهڅوي چې راتلونکي پروګرامونه يې سره ورته دي.

دا جرګه د شخړو د حل د کمېسيون د مشر حضرت صبغت الله مجددي له خوا جوړه شوې،  چې د بېلابېلو ولايتونو له قومي مخورو او علماوو جوړه ده.

ددې جرګې غړي معين مرستيال پژواک ته وويل چې جرګې د لوى اختر د رارسېدو له امله خپل کارونه په ټوليز ډول نه دي شروع کړي، خو د جرګې غړو په انفرادي توګه له څلورو کانديدانو سره کتلي دي.

د مرستيال په خبره دغو کانديدانو د جرګې د طرحې ملاتړ کړى دى.

دى وايي چې جرګه به تر لوى اختر وروسته خپل کارونه پيل کړي.

 

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.