کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٢): د افغان او تاجک چارواکو تر منځ د ماين پاکولو، سرحدي چارو او بيمې په برخو کې د همکاريو درې هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د افغانستان د ولسمشر د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوکړه ليکونه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په حضور کې، تېره ورځ په تاجکستان کې لاسليک شول.
سرچينه ليکي، چې د ماين پاکۍ په برخه کې لومړى هوکړه ليک د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست ارشاد احمدي او د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير همراخان ظريفي ترمنځ لاسليک شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هوکړه ليک له مخې د دواړو هېوادونو د ماين پاکۍ ډلې کولاى شي چې له ګډو امکاناتو په استفادې سره د افغاستان او تاجکستان هغه سرحدي سيمې له ماينونو او ناچاودو مهماتو پاکې کړي چې لا اوس يې هم خلک د ماينونو له ګواښ سره مخ دي.
دغه راز سرچينه زياتوي، چې دويم هوکړه ليک د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سرحدي همکاريو په برخه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست ارشاد احمدي او د تاجکستان د ملي امنيت د دولتي کمېټې د رييس سيع مومي يتيموف ترمنځ لاسليک شو.
په خبرپاڼه کې راغلي: “په دې هوکړه ليک کې د پنج پر سيند باندې د نويو پلونو جوړېدو ته په پاملرنې سره چې دواړه هېوادونه سره نښلوي، له سرحد څخه د تېرېدو د نظام د ښه والي لپاره د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د تګ راتګ سيمې مشخصې او د دواړو هېوادونو خلکو ته د اسانتياوو د رامنځته کولو په لاره کې همکاري کوي.”
همدا راز درېيم هوکړه ليک د دواړو هېوادونو تر منځ د بيمه يي فعاليتونو د انکشاف لپاره د افغانستان د ماليې د وزير حضرت عمر زاخېلوال او د تاجکستان د ماليې وزير صفر علي نجم الدين اوف تر منځ لاسليک شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، د افغانستان جمهور رييس حامد کرزي تېره ورځ ماښام د دوشنبې په ښار کې په خپل استوګنځي کې د تاجکستان له لومړي وزير عاقل عاقلوف سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او تاجکستان تر منځ د اقتصادي، سوداګريزو او تراتزيټي همکاريو پر لا پراختيا خبرې کړې دي.
ولسمشر حامد کرزي د تاجکستان د خلکو له مېلمه پالنې او تاوده هرکلي د مننې په ترڅ کې ويلي، خوښ دى چې يو ځل بيا يې هغه هېواد ته سفر کړى، چې د افغانستان خلک هغه خپل دويم کورګڼي.
افغان ولسمشر د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ تاجکستان ته په درې ورځني سفر تللى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن