ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شبرغان کې يوې ځوانې مېرمنې ځان وژنه وکړه

author avatar
2 Nov 2013 - 17:09
author avatar
2 Nov 2013 - 17:09

 شبرغان (پژواک، ١١ لړم ٩٢): په جوزجان ولايت کې يوې مېرمنې، چې رواني ناروغي يې درلوده ، د خپل پلار په تومانچه يې ځان وژنه وکړه.

د جوزجان د امنيه قوماندنۍ د جنايي د کشف مدير څارمن عبداللطيف نن( ١١ لړم) پژواک خبري اژانس ته وويل:٢٥کلنې ثريا يو نيم کال وړاندې واده کړى و ، خو تېره شپه يې د خپل پلار په کور کې ځان وژنه کړې ده.

سرچينې زياته کړه، چې پوليس له دې پېښې څخه د همدې مېرمنې د کورنۍ غړو خبر کړي او د پېښې په ساحه کې يې دهغې مړى له تومانچې سره يو ځاى موندلى دى.

 هغه زياته کړه، چې دتومانچې مرمۍ د همدې مېرمنې د تندي ښي اړخ ته لګېدلې او وژلې يې ده.

د امنيه قوماندانۍ د جنايي کشف مدير وويل، چې ددې نجلۍ پلار سمونوال ظاهر د جوزجان ولايت د خم آب ولسوالۍ امنيه قوماندان دى، خو خپله سمونوال ظاهر په دې اړه له پژواک سره له خبرو کولو ډډه وکړه .

ددې مېرمنې د خاوند دکورنۍ يوه غړي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې ثريا له څه مودې راهيسې په رواني نارغيو اخته وه.

 سرچينې زياته کړه، چې دې مېرمنې کوم ماشوم نه درلود او خاوند يې دجوزجان په ترانسپورټ رياست کې دنده درلوده .

په ورته وخت کې دجوزجان ولايتي روغتون ډاکټر محمدهارون پژواک ته وويل، چې د يوې مېرمنې مړى روغتون ته ور وړل شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې د مېرمنې د مخ پر ښۍ ډډه يوه مرۍ لګېدلې، خو په بدن يې د وهلو ډبلو نښې نه ليدل کېږي.

 نوموړي د ياد روغتون امکانات کم وبلل، خو زياته يې کړه، چې په خپلو کمو امکاناتو يې هم ددې مېرمنې د وژنې د انګيزې او څرنګوالي په اړه پلټنې پيل کړې دي.

دا په روان کال کې په جوزجان ولايت کې دنجونو او مېرمنو د ځان وژنې شلمه پېښه بلل کېږي.

 تېره مياشت هم د يوې ١٩ کلنې نجلۍ مړى په جوزجان کې ولايت کې په زندۍ شوي حالت کې وموندل شو.

تر دې وړاندې هم د يوې ١٨ کلنې نجلۍ او يوې نوې واده شوې ښځې مړي هم د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې په خپل کور کې په ورته حالت موندل شوي وو، چې د بشري حقونو چاراکيو يې علت کورنى تاوتريخوالى ياد کړى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.