ژبه

“اردو دې د افغانستان په مادي او معنوي امکاناتو پياوړې شي”

محمدحسن خطاب

۱۶ مرغومی ۱۳۹۲ - ۱۰:۴۷

Views: ۵۴

کابل (پژواک ١٦ مرغومى٩٢): ولسمشر کرزى وايي ، چې ملي اردو بايد د هېواد د سرحدونو د ساتلو لپاره غښتلې او په ځمکنيو او هوايي تجهيزاتو سمباله شي.

د ملي اردو د لوړ پوړو منسوبينو په هغې ناسته کې، چې په ارګ کې جوړه شوه، د ملي اردو په پياوړتيا،د راتلونکو ټاکنو لپاره د امنيتي تياريو په څرنګوالي، د عسکري خدمتونو په څرنګوالي او پر يوه متعارفه غښتلې اردو د ملي اردو د بدلولو په اړه بحث وشو.

د ولسمشرۍ رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي په دې ناسته کې په دې اړه خوښي څرګنده کړه، چې د هېواد امنيتي ځواکونو مورال اوچت دى او خلک ورسره ډېره همکاري کوي.

هغه وويل: “تر څو چې د افغانستان ملت موږ خپل ساتونکي وبولي، له هېڅ ډول ستونزې سره نه مخ کېږو، بدبختي هغه وخت وطن ته راځي، چې خلک خپل ساتونکي، ساتونکي ونه بولي.”

حامد کرزي زياته کړه، موخه دا ده چې ملي اردو غښتلې او پر ځمکنيو او هوايي تجهيزاتو سمباله شي، څو د افغانستان له پولو ساتنه وکړي.

هغه زياته کړه، چې د دولت له خوا د نوو وسايطو او وسايلو د پېرلو، د پخوانيو وسايطو د ترميم او د هېواد د هوايي ځواکونو د پياوړي کولو په اړه اقدامات شوي دي.

حامدکرزي دې ته په اشارې، چې ملي اردو د بهرنيانو په مرسته ولاړه ده وويل، دا په دې معنى نه ده چې سبا ورځ دې هم داسې وي، بلکې ملي اردو بايد د افغانستان له خپلو مادي او معنوي امکاناتو تمويل او غښتلې شي.

ولسمشر کرزي د دفاع وزارت د چارواکو او د قول اردو ګانو د قوماندانانو د معلوماتو تر اورېدو وروسته وويل: ((تاسې خپلو خلکو ته ښه پيغام ورکړ، د ملي اردو د اوچت مورال او غښتلې روحيې پيغام يو اوچت او نېک پيغام دى، هغه ډاډ چې د ټاکنو د امنيت په اړه مو ما ته راکړ، هيله ورکوونکى او د خوښۍ زيرى دى.))

 په دې ناسته کې د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وويل، چې د ملي اردو ځواکونه د افغانستان د دفاع لپاره له هېڅ ډول قربانۍ څخه درېغ نه کوي.

 ده په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ملي اردو د بشپړ چمتو والي په اړه هم ولسمشر کرزي او خلکو ته ډاډ ورکړ.

په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت د قول اردوګانو قوماندانانو د هېواد په بېلابېلو اړوندو زونونو کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د امنيت خوندي کولو ډاډ څرګند کړ او ټينګار يې وکړ، چې د امنيتي خطرونو د لرې کولو لپاره به له نورو امنيتي ارګانونو سره هڅه وکړي، څو اوچت ګواښونه را کم او په هېواد کې غوره ټاکنې ترسره شي.

هغوى زياته کړه، چې د دوى د ارزونې له مخې ممکنه ده، چې ټاکنې په ښه ډول ترسره شي، ځکه چې د ملي اردو او ملي پوليسو کميت زيات شوى او خلک چمتو دي، چې له ټاکنو ملاتړ وکړي.

د ملي دفاع وزارت د قول اردوګانو قوماندانانو هم د لېږد د پروسې په تړاو وويل، چې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د لېږد پروسې په ترسره کېدو سره امنيتي وضعيت ښه شوى، د ملي اردو روحيه او مورال غښتلى شوى او د ولس له خوا يې ملاتړ هم زيات شوى دى.

د ناستې په پاى کې تصميم ونيول شو، چې ملي دفاع وزارت د ملي اردو د غښتلتيا لپاره خپلې بشپړې مطالعې ترسره کړي او بيا يې دې جوړښت د افغانستان له وضعيت سره مطالعه او په دې اړه يوه بشپړه طرحه وړاندې کړي.