ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ولايت مالګه نورو ولايتونو ته صادرېږي

author avatar
8 Jan 2014 - 12:50
author avatar
8 Jan 2014 - 12:50

  تالقان(پژواک ١٨ مرغومى ٩٢): د تخار ولايت د کانونو رياست چارواکي وايي، چې د اب نمک ولسوالۍ د تاقچه خانې د مالګې کان توليدات نورو ولايتونو ته صادرېږي.

تخار ولايت د هېواد  له شمال ختيځو ولايتونو څخه شمېرل کېږي، چې ٤٦ بېلابېل کانونه لري او په ځينو کې يې تر ١٥٠٠ زيات کارګر په کار بوخت دي.

ددې کانونو له ډلې څخه يو هم  په نمک اب ولسوالۍ کې د تاقچه خانې د مالکې کان دى.

په تېر کال کې د تاقچه خانې کان ملګه په غير فني ډول استخراجېده ، د تېشې په وسيله د خښتو په بڼه ترې کار اخيستل کېده او خلکو په خپلسري ډول بازار ته وړاندې کوله، خو له ١٣٨٤ لمريز کال راهيسې ددې کان قرار داد  له يوه  کورني شرکت سره شوى او استخراج يې قانوني بڼه موندلې ده.

د کانونو رياست چارواکي وايي، چې د کان قرار داد يې له دې شرکت سره دوه مياشتې وړاندې له دې امله فسخه کړى، چې د مالګې لومړنى استخراج کم و او د لسو کلونو لپاره يې د ( ويسکو) په نوم يوه بل کورني شرکت سره کړى، هر کال ترې د يوه ټن په بدل کې ٥ ډالر او ١٣ سنټه اخلي او اوسمهال يې د استخراج کچه هم اوچته شوې ده.

د دوى په خبره، لا هم د قاقچه خانې د مالګې کان حجم نه دى مشخص شوى، خو د کانونو رياست چارواکو معلومات څرګندوي، چې په دې کان کې څلور زره متره مکعبه مالګه شته ده.

د تخار د کانونو رييس انجنيرفدا محمد”ناشي” وايي، چې په دې کان کې له ١٥٠ زيات کارګر د خوراکي  مالګې په استخراج بوخت دي او هره ورځ ١٠٠ ټنه مالګه استخراجوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تاقچه خانې مالګه په خښتې او ځينې يې د ژرندې په وسيله تر اوړه کېدو وروسته بدخشان، کندوز، بغلان، سمنګانو، بلخ، کابل او ځينو نورو ولايتونو ته صادرېږي.

تاشي ددې مالګې کيفيت او بيه د بهرنيو مالګو په ځانګړي ډول د هندوستان، پاکستان او ايران له مالګو څخه غوره وباله او زياته يې کړه، چې په بهرنيو هېوادونو کې يو ټن مالګه په ٥ ډالره ده، چې له ٢٥٠ څخه زياتې افغانۍ کېږي، په داسې حال کې، چې د طعام يو ټن وطني مالګه په ٦٤٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د تخار د کانونو رييس وويل ، چې د تاقچه خانې کان عوايد د روان کال په ٩ مياشتو کې له اوه ميليونه او ٨٠٠ افغانيو څخه اوښتي دي.

له بلې خوا بيا خلک د وطني توليداتو په مصرفولو ټينګار کوي او وايي، چې که چېرته مالګه په فني ډول استخراج او بسته بندي شي، نو دهېواد نه بهر هم صادرېدلى شي.

د تالقانو ښار يو هټيوال بشير احمد وويل:(( پخوا به خلکو د تاقچه خانې مالګه کاروله، اوس چې له نورو ولايتونو چاڼ شوې مالګه راځي، نو ډېر خلک له هغو نه کار اخلي.))

 د فارياب په مرکز ميمنه کې ددې مالګې يوه فابريکه فعاله ده او بشير احمد وايي، چې دا ايودين لرونکې مالګه په فابريکو کې تر چاڼ وروسته په راښکونکو پاکټونو کې په بازار کې له ٣٠ څخه تر ٥٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.

دې هټيوال زياته کړه، چې د تخار د تاقچه خانې مالګه د ژرندې په وسيله اوړه کېږي او که چېرته په فني ډول استخراج او په ښه ډول بسته بندي شي، نو هم يې په کور دننه پېرونکي زياتېږي او هم بهر ته صادرېدلى شي.

خو د تخار ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په وروستيو څو کلونو کې په تالقان ښار کې د مالګې د توليد دوه فابريکې جوړې شوي، چې مالګې ته ايوډين ور ګډوي او بيا يې بازار ته وړاندې کوي.

 ډاکټر حفيظ الله صافي پژواک ته وويل، چې د تاقچه خانې ډېرى مالګې په دې دوو فابريکو کې د ايوډين تر زياتېدو وروسته پروسس او پلورل کېږي.

هغه زياته کړه، چې د عامې روغتيا رياست دې فابريکو ته په وړيا ايوډين ورکوي او فابريکې بايد ايوډين لرونکې مالګه توليدوي او خلکو ته يې رسوي. ايوډين لرونکې مالګه روغتيايي ده او د جاغور ناروغۍ  په کمښت کې هم اغېز لري.

ډاکټر صافي څرګنده کړه، چې د جاغور ناروغي د غير روغتيايي مالګې د کارونې له امله پيدا کېږي، چې دا ناروغي پخوا په تخار کې زياته وه، خو اوس کمه شوې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.