ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک خبري اژانس د رسنيزو خبرتياوو خپرولو خدمتونه پيل کړل

پژواک خبري اژانس د رسنيزو خبرتياوو خپرولو خدمتونه پيل کړل

author avatar
27 Mar 2014 - 09:33
پژواک خبري اژانس د رسنيزو خبرتياوو خپرولو خدمتونه پيل کړل
author avatar
27 Mar 2014 - 09:33

کابل (پژواک ۱ ورى ٩٣) پژواک خبري اژانس د رسنيزو خبرتياوو د خپرولو خدمتونه پيل کړل، هغه چې د سوداګريزو، دولتي، نادولتي او د مدني ټولنو له موسسو سره مرسته کوي، چې خپلې رسنيزې خبرتياوې په اغېزمنه توګه ووېشي.

دغه نوي خدمتونه د پژواک خبري اژانس د سوداګريزو خدمتونو برخه ده او مشتريان اړ دي، چې د خبرتياوو د خپرولو پيسې ورکړي.

پژواک خبري اژانس د دغو خدمتونو د وړاندې کولو په لومړنيو مياشتو کې د هغو مدني ټولنو خبرپاڼې په وړيا توګه خپروي، چې غواړي پيغامونه يې رسنيو ته ورسېږي.  

 د پژواک خبري اژانس عمومي رييس دانش کړوخېل وايي: “ډېرو خلکو ما ته ويلي دا ګرانه ده ، چې پوه شو څرنګه کولای شو خپل پيغامونه ټولو رسنيو ته ورسوو؟ دغه نوي خدمتونه به له دوی سره مرسته وکړي،هغو اېډېټرانو او ژونالېستانو ته لاسرسی ومومي کوم چې غواړي پوه شي تاسو څه ويل غواړئ. موږ فکر کوو دا به له خبري رسنيو او خلکو سره مرسته وکړي، چې غواړي پيغامونه يې رسنيو ته ورسېږي.”

د نورو رسنيو په څېر پژواک خبري اژانس هم هغهرسنيزي خبرتياوي ، چې خبري ارزښت نه لري ،د خبر په بڼهنهخپروي.

د دغو خدمتونو يواځېنۍ موخه د خبرتياوو وېشل دي. هره رسنۍ د خپلو پاليسيو له مخې پرېکړه کوي، چې خبر خپور کړي او که نه.

هره مياشت په زرګونو ژورنالېستان او نور لوستونکي د پژواک خبرپاڼو او ويب پاڼې ته لاسرسی مومي. د تېرو درېيو مياشتو په ترڅ کې ۷۰۰،۰۰۰ کسانو د پژواکويب پاڼه کتلي، شاوخوا ۱.۶ ميليونه پاڼې کتل شوي او د پژواک خبرپاڼه هره اونۍ هغو زرګونو کسانو ته لېږل کېږي،چې خبرونو ته د لاسرسي جواز لري.   

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.