لښکرګاه (پژواک ۱۴ ورى ۹۳): د هلمندچارواکي وايي، په ټولو هغو محلونو کې يې امنيتي ځواکونه پر دندو ګومارلي، چې د رايې مرکزونه په کې دي.
په هلمند کې ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني د وري په ١٤مه پژواک ته وويل، د ملي اردو ځواکونه له نورو امنيتي ارګانونو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مسوولينو سره د دې زمينه برابره کړي، چې په ښه امنيت کې د ټاکنو ټولې چارې ترسره شي.
د ده په خبره، پنځو لرو ولسواليو ته د ټاکنو لوجستيکي وسايل او توکي رسول شوي دي.
هغه د هلمند له اوسېدونكو غوښتنه وکړه، چې په پراخه توګه په ټاكنو كې برخه واخلي او ډاډ يې ورکړ، چې د ټاكنو په ورځ به له كومې امنيتي ستونزې سره مخ نه شي.
د پرواني په خبره، په هغو سيمو كې چاڼيز عمليات ترسره شوي، چې پخوا په کې امنيتي ستونزې موجودې وې.
د هلمند د والي مرستيال احمدمسعود بختور پژواک ته وويل، د امنيت د ټينګښت تر څنګ به په دغه ولايت کې د درغليو مخنيوى وکړي.
د هلمند د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي پژواک ته وويل، ټولې چارې يې په برياليتوب سره روانې دي.
دى وايي، له امنيتي ځواکونو سره پوره همغږي لري او تر پنځه زره زياتو ناظرينو ته يې د څار په موخه کارتونه وېشلي شوي دي.
نوموړي وويل، ټول مرکزونه يې په داسې سيمو کې جوړ کړي، چې د هر نوماند استازى کولى شي، چې په سمه توګه له دې پروسې څار وکړي.
دا په دا سې حال كې ده، دوه ورځې وړاندې د هلمند امنيه قوماندان هم د يوې خبرې غونډې پر مهال ډاډ وركړ، چې په دغه ولايت كې به ټاكنې بې له كومې امنيتي ستونزې ترسره شي.
تر دې مخکې د دغه ولايت د مدني ټولنو استازو اندېښنه ښودلې وه، چې ښايي په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې له ټاکنو مخکې او د ټاکنو په ورځ امنيتي ستونزې رامنځ ته شي.
ټاکل شوې ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP