کابل- ميدان ښار (پژواک ۱۴ ورى ۹۳): چارواکي وايي، په هلمند، زابل او ميدان وردګو ولايتونو کې د څلورو ماين خښوونکو په ګډون ٨ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وري په ١٤مه پژواک پژواک ته وويل، چې په جغتو، دايميرداد او سيداباد ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو او عملياتو په ترڅ کې د يو پاکستاني په ګډون ٤ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
خوږياڼي وويل: ((د رايې ورکونې بهير د امنيت د خونديتوب په موخه د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو له لوري عمليات دوام لري.))
هغه وايي امنيتي ځواکونو په مرکز ميدان ښار، جلريز او سيداباد ولسواليو کې هم عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې زيات شمېر وسلې او چاودېدونکې توکې نيول شوي دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هلمند او زابل په ولايتونو کې څلور ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د دغه وزارت له لوري د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبر پاپه کې ويل شوي، چې تېره شپه د زابل په ارغنداب کې درى وسله وال، چې غوښتل يې پر لويه لاره ماين خښ کړي خپل ماين پرې چاودېدلى او ټول په کې وژل شوي دي.
سرچينه وايي، ورته يوه چاودنه د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې هم رامنځته شوې، چې په خپله ماين خښوونکى په کې وژل شوى دى.
دا پېښې او عمليات په داسې حال کې دي، چې ټاکل شوې د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولايتي شورا او ولسمشرۍ لپاره ټاکنې ترسره شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن