جلال اباد، کندز، خوست (پژواک٢ غويى٩٣): په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو او نښتو پر مهال ١٣ امنيتي سرتېرو او ددولت وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او وسله والو تر منځ په نښته کې د دوو سرحدي پوليسو په ګډون نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسن خېل د غويي په
٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه دوه بجې د مومندرې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د داود خان نمبر” يو” پر پوستې وسله والو مخالفينو بريد کړى و.
هغه زياته کړه ، چې د نښتې په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دى وايي: ((د نښتې پر مهال زموږ زړورو سرتېرو، مخالفينو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى او پاتې وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.))
د حسين خېل په وينا، د وسله والو او پوليسو ترمنځ نږدې څلور ساعته جګړه وشوه، چې په ترڅ کې يې دوه تنه سرحدي پوليس هم ټپيان شوي دي .
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ياده نښته تاييدوي او زياتوي ، چې په نښته کې يې شپږ پوليس وژلي دي.
د يوه بل خبر له مخې، په کندوز ولايت کې ديوې نښتې په ترڅ کې يو وسله وال وژل شوى دى.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيدسرورحسيني پژواک اژانس ته وويل ، چې تېره شپه په دوولسو بجو يوې ډلې وسله والو مخالفينو د دشت ارچي ولسوالۍ د وکيل قيوم په کلي کې د يوه سيمه ييز پوليس پر کور بريد کړى و.
سرچينې زياته کړې، چې وسله وال د ياد پوليس له مقاومت سره مخامخ شوي ، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال وژل شوى، چې په سيمه کې د طالبانو د يوه سييمه ييز سرګروپ ورور و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز خوست ولايت کې اوه ته ماين خښوونکي او څلورتنه غله نيول شوي دي.
ددغه ولايت مقام له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد ماين خښوونکي د پوليسو له خوا د ښار په شاوخوا سيمو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP