ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رسمي قرارداد نشتوالي د ليټيمو قاچاق ته زمينه برابره کړې

د رسمي قرارداد نشتوالي د ليټيمو قاچاق ته زمينه برابره کړې

author avatar
26 Apr 2014 - 16:06
د رسمي قرارداد نشتوالي د ليټيمو قاچاق ته زمينه برابره کړې
author avatar
26 Apr 2014 - 16:06

کابل (پژواک ٦ غويى ٩٣): که څه هم په افغانستان کې په زياته اندازه ليټيم پيدا کېږي، خو د کانونو وزارت يې د قرارداد لپاره هېڅ کوم پلان نه لري او د قاچاق په اړه يې هم راپورونه خپاره شوي دي.

د کانونو او پيټروليم وزارت د سروې او جيولوجي رياست د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان د ليټيم هغه کانونه په ١٣٥١ او ١٣٥٢ کلونو کې د تفحض او څېړنې په پايله کې کشف شوي؛ له “تل بوزنګ” بدخشان په پګماتيتي بڼه، د بدخشان د شکاشم سيمې ليټيم په پګماتيتي بڼه، د ننګرهار ولايت د پچيراګام ليټيم په پګماتيت بڼه، د نورستان ولايت د پارون سيمې ليټيم، د لغمان د الينګار ساحې ليټيم، د اروزګان د پګماتيت تګاولر ساحې ليټيم، د کونړ ولايت د پسګوشته، يارګل، ګوشته پايان، درمګل عدن جامنک، پشکي او سمګل د ليټيمو کانونه د لغمان ولايت د شمکت د ليټيمو کان او د اروزګان ولايت د تګاولر د ليټيمو له کانونو څخه عبارت دي.

 د کابل پوليتخنيک پوهنتون د اکتشاف او جيولوجي ډيپارټمنټ امر پوهاند دوکتور امير محمد موسى زي وويل، چې ليټيم د کم پيدا فلزاتو له ډلې شمېرل کېږي او کولى شو دغه عنصر له پګماتيت رګونو څخه په لاس راوړو، خو دا چې په اوبو کې حل کېږي، نو د يون عنصر په صورت د اقيانوسونو په اوبو کې د اوبو په بڼه حل او د ريګونو له منځه په لاس راځي.

د کان پېژندنې د دغه استاد د معلوماتو له مخې، د ليټيم ځانګړى وزن له اوبو څخه کم دى او په نقره يي او سپينو رنګونو سره د ليدلو وړ دى، له دې امله چې د ليټيم عنصر د نم او ازادې هوا پر وړاندې ډېر حساس دى، د وخت په تېرېدو سره خپله ځلا له لاسه ورکوي او په نقره يي رنګونو، چې پيکه خاورين او تور رنګ ته ورته وي، بدلېږي.

هغه زياته کړه: ((د دغه فلز ډېرى کانونه رسوبي او ځيني يې هم پګماتيتي دي، يانې يو ډول ډبره ده، چې په طبعيت کې د رګونو په بڼه پيدا کېږي.))

د ده په خبره، له همدې امله د ليټيم عنصر تر صنعتي غوړيو لاندې ساتي او په طبيعت کې د يوه ازاد عنصر په توګه لاسته نه راځي.

د کارپوهانو په اند، ليټيم زيات کششي ځواک لري او د وزن د کمښت له امله د زياتې انرژۍ لرونکې او کم وزنه بطريو لپاره د يوه مناسب عنصر په توګه کارېږي او همدارنګه لېټيم عنصر د طبابت په علومو (د رواني ناروغانو لپاره درمل جوړولو) کې هم کارېږي.

 ليټيم په چارچ کېدونکو بطريو کې يو مهم جز دى، چې په ګرځنده ټيلېفونونو او لاسي کمپيوټرونو (اى پډ) کې تر ډېره پورې کارېږي او اوسمهال د لېټيم له الياژ سره د الوتکې جوړونې په صنعت کې کارېږي. لېټيم عنصر سپک خو د انعطاف وړ، مستحکم او مقاومت لرونکى دى.

همدارنګه پګماټيټ يو ډول ډبرين رګ دى، چې اوږدوالى يې ٥٠ سانتي متره او پېرړوالى يې له ٥٠ تر ٨٠ مترو پورى دى او ځيني وختونه د دغو رګونو اوږدوالى له لسو تر دريو کيلومترو پورې رسېږي.

ليټيم عنصر کولى شو، چې له دغو رګونو د پوډر په بڼه له شګې سره ترلاسه کړو او د کان پوهانو په خبره، افغانستان د نادره پګماتيت فلزاتو په درلودو سره د نړۍ له مهمو پګماتيټ لرونکو هېوادونو شمېرل کېږي، چې له دغه کم پيدا فلزاتو څخه يو هم ليټيم دى.

د ليټيم ډېر کانونه د افغانستان په ختيځو ولايتونو لکه نورستان، کونړ ننګرهار او لغمان کې موقعيت لري، چې د خپلسرو کيندنو په اړه يې د کاني چارو پوهانو پر اندېښنې سربېره ځايي چارواکي او خلک ادعا کوي، چې يو شمېر سوداګرو او غير مسلکي کسان له تېرو ٣٥ کلونو راهيسې ترې د ځايي خلکو په مرسته د ختيځو ولايتونو د ليټيم له ځينو کانونو غيرقانوني استخراج کوي او بيا په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي.

د کانونو او پيټروليم وزارت يوه مسلکي کارکوونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد ټول کانونه له دې ډلې ليټيم په غير قانوني ډول استخراجېږي.

نوموړي زياته کړه، په لوېديځ نورستان کې چې د لغمان په شمال کې پروت دى، په رماوې، نيلم، کولم، نيلو، پشه ګر شام او هم په هغو ساحو کې چې کاني زونونه په کې شته؛ په غير قانوني ډول ترې استخراج روان دى او استخراج شوي کاني توکي د پاکستانيانو او کورنيو سوداګرو له خوا له افغانستانه بهر لېږدول کېږي.

د کانونو دغه مسلکي کارکوونکي زياته کړه: ((دغه کاني توکي د افغانستان په نوم نه پلورل کېږي، بلکې ياد کاني توکي د پاکستان د مالګې منډيي ته تر لېږد وروسته د پاکستان په نوم پلورل کېږي.))

 نوموړي د دې يادونې ترڅنګ، چې د کانونو او پيټروليم وزارت د تېرو څلورو لسيزو نښتو او اوسنيو نا امنيو په سبب نه دى توانېدلى، چې ليټيم کانونه په قرارداد ورکړي، هغه زياته کړه: ((د لاسوهنې او لوټمار لپاره همدغه ښه موقع ده.))

نوموړي پر دې سربېره هم وويل، هغه کسان چې د ليټيم کان کې په خپلسري ډول کار کوي، نه غواړي چې د دغو کانونو قرارداد وشي، ځکه چې که د قرارداد مسئله مطرح شي، نو بايد دولت ته د امتياز حق ورکړي او له بلې خوا د ليټيم کانونه په داسې سيمو کې دي، چې دولت پرې ولکه نه لري.))

بلخوا د نورستان ولايت د کانونو سرپرست رييس عاشق الله همکار که څه هم په دې ولايت کې د ليټيمو د قاچاق په اړه کره معلومات نه درلودل، خو وايي: ((نږدې دوه درى مياشتې وړاندې خبر راغى، چې د لوېديځ نورستان په نيلاب سيمه کې خلک پر خپل سري ډول کان استخراجوي، وروسته يې له خاورو سره يو ځاى کوي او پاکستان ته يې وړي.))

نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې، چې د نورستان ولايت بېلابېلې سيمې له مختلفو کانونو ډکې دي؛ خو په خبره يې، چې د نورستان کانونه د ليټيم په ګډون د پاکستاني سوداګرو په پانګونه او ځايي خلکو په همکارۍ د چاودېدونکو توکو په وسيله استخراج او په نيمايي ډول پاکستان ته لېږدول کېږي.

همدارنګه د نورستان د ولايتي شورا رييس قاضي عنايت الله نظريار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ليټيمو په ګډون د دغه ولايت ټول کانونه د قومي تړښتونو او په خپل سر استخراجېږي.

هغه زياته کړه، د کان پېژندونکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په ځينو سيمو کې ليټيم شته، خو دا چې دولت په هغه سيمو کې قوي حاکميت نه لري او رسمي پروسس يې هم نه دى پيل شوى، خلک پر خپل سر په کې کيندنې کوي او کانونه په قاچاق وړي.

نظريار زياته کړه: ((د ليټيمو قاچاق نه يواځې چې د نورستان په ناامنو سيمو، بلکې د دولت تر ولکې لاندې ساحو کې هم شته او د خلکو له خوا يې په کانونو کې خپلسرې کيندنې روانې دي.))

 په ننګرهار ولايت کې د ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرو د يوه شرکت رييس عبدالغفار، چې د اړوند وزارت له خوا د جواز په درلودو سره په هېواد کې ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرې پروسس او چاڼوي؛ د دې پخلى کوي، چې خلک اوسمهال د نورستان په ټولو کانونو کې پر خپل سري کار کوي او په قاچاقي ډول يې پاکستان ته وړي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې يو شمېر ډبرې د ځايي خلکو له خوا د ولايت له کانونو استخراج او وروسته بيا شرکت ته لېږدول کېږي، چې حکومت ته د امتياز حق له ورکولو وروسته دا ډبرې پاکستان او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

بلخوا د نورستان د کانونو او پيټروليم رياست سرپرست په نورستان کې د کانونو د خپلسرو کيندونو او قاچاق لامل د دغه رياست په تشکيل کې ځنډ او د پرسونل کمښت وباله.

حاجي عاشق الله همکار له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د نورستان په کانونو کې د کيندنو او قاچاق د مخنيوي لپاره يې مشخصې طرحې اړوند وزارت او د نورستان ولايت چارواکو ته وړاندې کړې دي.

خو نوموړي د دغو طرحو په اړه جزئيات ورنه کړل.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.