Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار او کندوز په کروندو کې ملخان پيدا شوي

تالقان (پژواک،٧غويى٩٣):د تخار په اوو او د کندوز د څلورو ولسواليو په کرنيزو ځمکو کې د کروندې له منځه وړونکي ملخان پيدا شوي دي.

د تخار کروندګر وايي، دغه ملخان د دشت کلا، خواجه غار، ينګي کلا، خواجه بهاالدين، چاه اب، رستاق او د کلفګان ولسواليو په سلګونو جريبه کرنېزو ځمکو او اورشوګانو کې پيدا شوي دي .

د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي محمد شريف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملخان په وري مياشت کې له خپلو سيمو خوځېږي او په غويي مياشت کې تر غټېدو وروسته کروندې له منځه وړي.

دى وايي:((ملخان په دشت طياره او سيدخېلو کې هر کال په سلګونو جريبه للمي ځمکې، واښه او بوټي له منځه وړي، سږکال اوس پيدا شوي، که له همدا اوسه يې مخه ونه نيول شي وروسته يې بيا کنټرول ستونزمن وي.))

د دشت کلا ولسوالۍ اوسېدونکي امين الله پژواک ته وويل، چې په ځينو سيمو کې ملخان غټ شوي او په ځينو سيمو کې لاهم واړه دي.

هغه وايي، د کرنې رياست بايد د وري مياشتې په لومړيو کې، کله چې ملخان ژوندي کېږي، دوا   وشيندي، څو ژر له منځه لاړ شي.

نوموړى وايي، کله چې ملخان واړه وي په لږ دوا سره له منځه ځي او چې غټ شي بيا لوى کمپاين، کافي وخت او ډېرو لګښتونو ته اړتيا لري.

ده زياته کړه:((د پروژې، نواباد او آي خانم سيمو کې ملخان غټ شوي او په نوروسيمو کې واړه دي. په دغو سيمو کې يې کروندې تر ګواښ لاندې دي،  خو ډېر زيان يې نه دى اړولى.))

په همدې مهال بيا ددغه ولايت د کرنې اداره وايي، چې په يادو ولسواليو کې د ملخانو د له منځه وړلو لپاره يې د وري له شلمې راهيسې د دوا شيندلو کمپاين پيل کړى دى.

پژواک خبري اژانس ته ددغې ادارې د بوټو د ساتنې مدير عبدالرووف فيضي وايي، د ملخانو د له منځه وړلو لپاره پوره چمتوالى او کافي امکانات لري.

هغه وويل:((د تخار د کرنې رياست دغو ولسواليو ته د ملخانو د له منځه وړلو لپاره ۹ د دوا پاشۍ ډلې لېږلي. دوى کافي درمل او موټر لري، ۹۰ محلول شېندونکي هره ورځ په ملخ لرونکو سيمو کې دوا شيندي ، له دوى سره يو متخصص هم دى، چې ددې ډلو مشري کوي.))

خو ده ونه ويل، چې تراوسه يې په څومره سيمه دوا پاشلې ده ، خو يادونه يې وکړه ، چې ملخانو تراوسه کروندې نه دي تخريب کړي.

بله خوا د کندوز په څلور ولسواليو، علي اباد، خان اباد، دشت ارچي اوچهاردره کې په کرنېزو ځمکو کې ملخان پيدا شوي ، خو د چارواکو په وينا، ترواسه يې زيانونه نه دي اړولي.

ددغه ولايت د کرنې رياست د بوټو د ساتنې مدير پژواک ته وويل، چې په يادو ولسواليو کې يې د دوا شيندلو کمپاين پيل کړى دى.

ده وويل، ټاکل شوې ، چې په دغو ولسواليو کې ٣٠ زره هکتاره کرنيزه ځمکه د ملخ له شر څخه پاکه کړي ؛خو د دغه کمپاين د پاى ته رسېدو په تړاو يې څه ونه ويل.

نوموړي وويل، په دې کمپاين کې ددغه رياست ١١ تنه فني کارونکي بوخت دي او ٤ زره لېتره دوا به وشيندي.

کندوز او تخار د افغانستان د زراعت او په ځانګړي ډول د” غلې دانې “له پلوه د افغانستان د غلې “کندو” بلل کېږي. 

تېر کال هم په دغو ولايتونو کې په ځانګړي ډول  قوش تپه او چهاردرې ولسواليو کې  ملخانو  کروندو ته زيان رسولى وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.