چاريکار (پژواک ١٨ غويى ٩٣): د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د تېلو په يوه اکمالاتي ټانکر کې د يوه مقناطيسي ماين چاودنې له امله پنځلس دوکانونه سوځېدلي او ډېر مالي زيان يې اړولى دى.
د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد معصوم فرزه يي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د بګرام هوايي ميدان مخې ته د بهرنيو ځواکونو د تېلو په يوه ټانکر کې د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين له امله چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دغه پېښه کې د تېلو يو اکمالاتي ټانکر، د پوليسو يوه پوسته، يو کرولا موټر او پنځلس دوکانونه سوځېدلي، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
فرزه يي زياته کړه، چې په دغه چاودنه کې د ترکاڼۍ، فلزکارۍ، ګاز پلورلو او موټرسايکل جوړونې دوکانونه ويجاړ شوي، چې په ټوليز ډول يې شاوخوا درې ميليون زيان اړولى دى.
د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان زياته کړه، چې د يادې پېښې په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نيول شوي، خو څېړنې يې پيل کړې دي.
د بګرام هوايي ډګر مخې ته د ملک اصغر په نوم يوه دوکان دار وويل، چې د تېلو او ګازو څلور دوکانونه يې په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
هغه ادعا وکړه، چې د ټانکر د سوځېدو له امله شاوخوا دوه ميليون افغانۍ زيان ورته اوښتى او له دولت څخه غواړي، چې هغه ته د اوښتي زيان پيسې ورکړي.
وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه پېښه کې دوه دولتي ځواکونه سخت ټپيان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن