Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د سيمه ييزو پوليسو له فعالېدو سره هلمند امن شوى”

لښکرګاه (پژواک ٢٠ غويى ۹۳): امنيتي مسوولين وايي، چې په هلمند کې د سيمه ييزو پوليسو فعالېدو پر امنيت ښه اغېز کړى خو د امکاناتو د نشتوالي له امله يې تلفات ډېر دي.

دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان پاسوال عليشاه احمدزي د غويي په ۲۰مه په لښکرګاه کې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.

نوموړي وويل، د سيمه ييزو پوليسو شتون پر امنيت مثبت اغېز کړى او د خلکو باور يې پر امنيتي ځواکونو ډېر کړى دى.

د ده په وينا چې د ملي او سيمه ييزو پوليسو نه همغږي او د خلکو لري والى به د همدغه ځواک پر شتون ناوړه اغېزه وکړي، خو د دې ستونزې د حل لپاره يې ښکاره هڅې پيل کړې دي.

دى مني، چې د سيمه ييزو پوليسو لپاره شته امکانات له هره پلوه کم دي.

نوموړي زياته کړه، د سيمه ييزو پوليسو د امکاناتو لپاره له امريکايي چارواکو سره خبرې شوې دي او هيله من دي چې دغه ستونزه به هواره شي.

د ده په وينا، دغه ولايت ته يې د راتلو موخه هم د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل او نورو ستونزو ارزول او حل کول دي.

بلخوا د هلمند امنيه قوماندان پاسوال ارکان حرب عبدالقيوم باقي زوى وويل، چې د دغه ولايت د پوليسو او ټولو امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي شته او امنيت هم د پخوا په پرتله ټينګ شوى خو د سيمه ييزو پوليسو تشکيل کم دى.

د ده په وينا سيمه ييزو پوليسو ته پر وخت د امکاناتو نه رسول او پوره پاملرنه نه کول د دې لامل شوي، چې د کورنيو اقتصاد يې خراب او د جګړو پر مهال يې مرګ ژوبله زياته شي.

قوماندان په ياده غونډه کې د دغو پوليسو د مرګ ژوبلې وروستي ارقام وړاندې نه کړل.

د قوماندان په خبره، هغه امکانات چې د کورنيو چارو وزارت له خوا ملي پوليسو ته ورکول کېږي دوى يې له سيمه ييزو پوليسو سره هم شريکوي خو بسنه نه کوي.

د يادولو ده، په دغه ولايت کې څلور کاله وړاندې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل جوړ شو او اوس مهال ۲۷۰۰ سيمه ييز پوليسو په بېلابېلو سيمو کې د امنيت پر ساتلو بوخت دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.