لښکرګاه-ميدانښار (پژواک٢٠ غويى ٩٣): په هلمند او ميدان وردګو ولايتونو کې د چاودنې او عملياتو په ترڅ کې يو طالب قوماندان وژل شوى، درې وسله وال او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان د غويي په۲۰مه پژواک ته وويل، چې نن نږدې لس بجې په مارجې ولسوالۍ کې د موټرسايکل بم چاودنه وشوه.
نوموړي وويل، چې چاودنه د عامه نظم د پوليسو پر موټر شوې، چې په ترڅ کې يې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
چوپان زياته کړه، چې دغه چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله رامنځته شوې او پوليسو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، ټپي کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي، چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
بلخوا د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې د يوه قوماندان په ګډون څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غويي په ٢٠مه پژواک ته وويل، چې د جلرېز ولسوالۍ په زېولاتو سيمه کې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د “ملا ښايسته” په نوم د طالبانو يو قوماندان وژل شوى او درى نور وسله وال ټپيان شوي دي.
خوږياڼي وويل، د دغو عملياتو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو يوه لويه ډيپو هم کشف شوې ده.
د ده په وينا، چې په دغو عملياتو کې پوليسو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP