کابل-لښکرګاه (پژواک٢٠ غويى ۹۳): چارواکي وايي، چې په ځينو عملياتو کې ٢١ وسله وال وژل شوي، ١٢ ټپيان دي او درې نور نيول شوي دي.
د هغوى په وينا چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هلمند، لوګر، خوست، پکتيا، لوګر او کندهار ولايتونو کې ترسره شوي، چې د ملي اردو يو سرتېرى هم په کې وژل شوى دى.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالاحد چوپان د غويي په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه دوه بجې وسله والو د لښکرګاه اړوند د کلاسنګ پر امنيتي پوسته بريد کړى چې په ترڅ کې يې د ملا شهزاده په نوم يو طالب قوماندان وژل شوى او دوه نور وسله وال ټپيان شوي دي.
د چوپان په وينا، پر همدې شپه د پوليسو او ملي اردو له خوا د ګرشک ولسوالۍ په ده ادم خان سيمه کې عمليات ترسره شوي، چې پر مهال يې ٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د دريو وسله والو ترڅنګ يو پوليس هم ټپي شوى دى.
بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي، چې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې په لوګر، خوست، پکتيا، لوګر او کندهار ولايتونو کې ١٧وسله وال وژل شوي، ٧ ټپيان دي او درې نور نيولي شوي دي.
د دغه وزارت له لوري د غويي په٢٠ پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات يې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي اردو يو سرتېرى هم د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په هلمند ولايت کې يې د ماين په يوه چاودنه کې د دوو پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP