Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمنديانو د ارګو پېښې قربانيانو ته مرسته ولېږله

لښکرګاه (پژواک ۲۱ غويى ۹۳): د هلمند اوسېدونکو د ارګو پېښې قربانيانو ته درى ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ راټوله کړې مرسته بدخشان ولايت ته ولېږله.

د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم خبريالانو ته وويل، دوى د يوه کمېسيون له لوري دغه مرستې په منظم ډول د مرکز لښکرګاه په ګډون له ولسواليو راټولې کړې دي.

والي وويل، دغه مرستې، چې نغدي پيسې دي، د غويي په۲۱مه د يوه درې کسيز پلاوي په لاس بدخشان ته ولېږل شوې.

نوموړي په دغه کار د هلمند له اوسېدونکو مننه وکړ، چې د تمې خلاف يې ډېرې پيسې را ټولې کړې دي.

دغه راز د يادو پېسو د ټولېدو کمېسيون او د مرستې د وېش د پلاوي مشر حبيب الله سلطاني وويل، د هلمند اوسېدونکو په دغه کار سره وښوده، چې دوى ته سيمه، ژبه او قوم مطرح نه دي.

نوموړي زياته کړه، د هلمند پر سوداګرو او عامو خلکو سربېره سوالګرو هم تر خپل وس پورې په دې پروسه کې ګډون کړى دى.

د ده په وينا: ((يوه سوالګر چې عمر يې له ١٣ کلونو کم وو، د يوې ورځې ټولې کړې ۶۰ افغانۍ يې موږ ته راکړې، ويل يې چې دا پيسې بايد د بدخشان ځپلو ته ورکړئ.))

نوموړي زياته کړه، دغه نغدې پيسې ۳ ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ دي، چې بدخشان ته تر رسېدو وروسته به له پلان سره سم ووېشل شي.

پر هلمند سربېره د افغانستان د نورو ولايتونو اوسېدونکو هم د بدخشان له مصيبت ځپلو سره مرستې کړې دي.

دوه اونۍ مخکې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې په پېښه کې سلګونه کسان ووژل شول او زياتې کورنۍ بې ځايه شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.