فيض اباد،کندوز(پژواک،٢٧ غويى ٩٣): په کندوزکې د تاجکستان ديپلوماټ په يوه وسله وال بريد کې ټپي شو.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تاجکستان د کونسل رستم محمودوف موټر له بدخشان څخه د کندوز پر لور روان و، چې تېر مازديګر پرې د لارې په اوږدو کې بريد وشو.
والي زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د خان اباد – کندوز د لويې لارې په اوږدو کې ددغه ديپلوماټ پر موټر بريد کړى او نوموړى يې په لاس ټپي کړى دى.
فروتن وايي، چې محمودوف په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون کې تر درملنې لاندې او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.
د والي وياند زياته کړه، چې دغه تاجکي ديپلوماټ د بدخشان امنيتي چارواکو له خبرولو پرته د کندوز پر لور روان شوى و.
د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي، چې وسله والو وروسته له هغه د تاجکستان د کونسل پر موټر بريد وکړ، چې کله ورته تم نه شو.
هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې د کونسل پر موټر څو مرمۍ لګېدلي او بريدګر تښتېدلې دي.
حسيني وويل، چې پوليس په دې برخه کې څېړنې کوي او تر اوسه يې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيولي.
بدخشان له تاجکستان سره په پوله پروت ولايت دى او ددې هېواد کونسلګري له تېرې يوې لسيزې راهيسې ددې ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې فعاله ده.
ددې بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP